«د مطبوعاتو آزادي تر فشار لاندې ده»
۱۳۹۵ اردیبهشت ۱, چهارشنبههر کال د «بې سرحده خبریالانو» سازمان د مطبوعاتو د آزادۍ په اړه یو نړیوال شاخص خپروي. سږ کال زیاته توجه ترکیې ته شوې ده. دغه سازمان په ترکیه کې په بې ساري توگه د مطبوعاتو پر آزادي باندې محدودیتونو وضعه کیدو ته اشاره کړې ده.
د بې سرحده خبریالانو، د کلني رپوټ له مخې د ناټو په غړي هیواد ترکیه کې پر خبرونو بندیز لگول شوی، د رسنیو دفترونه پلټل شوي، بهرني خبریالان نیول شوي او د انتقاد کوونکي خبریالانو پر ضد آن دعوا شوې ده.
ترکیه او پولنډ شا ته شوي دي
دغه سازمان په خپل رپوټ کې وړاندې ویلي دي چې د کردانو شخړې تر زور اخیستو وروسته د ترکیې حکومت او قضا د انتقاد کوونکو رسنیو پر وړاندې سخت گامونه اخیستي دي. په نړیواله کچه د ۱۸۰ هیوادونو د درجه بندیو په کتار کې ترکیه په ۱۵۱ ځای کې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تیر کال ترکیې ۱۴۹ مقام لاره. پولنډ چې د ښي اړخي ناسیونالستي حکومت له لوري ادارې کیږي آن له ۲۹ مقام څخه ۴۷ مقام ته رسیدلی دی. د بې سرحده خبریالانو په وینا په دغه هیواد کې پر عامه حقوقي رسنیو باندې محدودیتونه لگول شوي دي.
آلمان په دغه درجه بندۍ کې چې په نړیواله کچه د سلگونو خبریالانو، کارپوهانو، د قضایي او بشري حقونو د فعالانو څخه د پوښتنو پر بنسټ ولاړه ده له دولسم څخه شپاړلسم مقام خپل کړی دی. د بې سرحده خبریالانو سازمان د «خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او دښمنې څخه نیولی آن تر د وژلو گواښونو پورې موضوعاتو ته اشاره کړې ده.»
د دغه سازمان په وینا په ۲۰۱۵م کال کې په آلمان کې د خبریالانو پر ضد د تاوتریخوالي لږ تر لږه ۳۹ پیښې رامنځ ته شوي دي، چې زیاتره یې د بهرنیانو ـ او اسلام دښمنه غورځنگ «پیگیدا» په لاریونونو کې او غونډو کې شوي دي.
په رپوټ ګې راغلي دي چې د مصر، روسیې او یا هم ترکیې په څیر هیوادونو کې د مطلق العنانه واکمنۍ دود مخ پر زیاتیدو دی او یا هم د لیبیا، بروندي او یمن په څیر هیوادونو کې وسله والو کړکیچونو په دغه څه کې نقش لرلی دی.
د دغه لېست په لومړي مقام کې د فنلنډ هیواد دی. تر هغې وروسته بیا په ترتیب سره د هالنډ او ناروې هیوادونه دي. د دغه لېست په تر ټولو وروستي خراب مقام کې چې ۱۸۰ دی ترکمنستان، شمالي کوریا او اریتریا قرار لري. سوریه د مطبوعاتو د آزادۍ د درجه بندې په دغه لېست کې په ۱۷۷ مقام کې ځای لري. د بې سرحده خبریالانو د رپوټ له مخې په دغه هیواد کې د خبریالانو پر وړاندې په هدفي توگه او په ځینو پیښو کې آن له سخت تاوتریخوالي کار اخیستل شوی دی.
رپوټ زیاتوي چې په مصر کې ۲۰ خبریالان د خپل کار له کبله بندیان شوي دي. دغه هیواد په نوموړي لېست کې په ۱۵۹ ځای کې قرار لري.