د مصر تر ټولو ښکلي سیل ځایونه چې په لېدلو ارزي
آیا تاسو تر اوسه مصر ته سفر کړی؟ سل کاله مخکې هوارد کارتر د مصر د پاچا، توت عنخ آمون، قبر کشف کړ. د دغې سلیزې په ارتباط په دغه انځوريز رپوټ کې د مصر څو تر ټولو مشهور ځايونه درپېژنو چې په ورتلو او لېدلو ارزي.
د پاچا، توت انخ آمون، قبر
بريتانوي ارکيالوجیست يا لرغون پيژندونکي، هاوارد کارتر، د ۱۹۲۲م کال د نومبر په ۴مه د مصر د پاچا توت انخ آمون د قبر ځای کشف کړ. دا یو ستر کشف وو. دغه قبر د نورو موندل شوو قبرونو په پرتله تر ډيره لاس نا خوړلی پاتې وو او لوټ شوی نه وو چې په کې د پاچا د موميايي ترڅنګ ډير نور باارزښته آثار موجود ول.
د پاچا کلی
د ا صر ښار په دې برخه کې په اصطلاح د پاچا کلی پروت دی. دغه نوم ورته د دې له پاره ورکړل شوی چې ګنې سلطنتي مقبرې پکې موجودي دي. خو په یاد ولرۍ، کله چې تاسو د پاچا کلي ته د داخلېدو ټکټ اخلئ پر هغه ټيکټ یوازې درې قبرونه کتلی شئ. که غواړۍ نور قبرونه هم وګورئ، بیا به اضافي ټيکټونه اخلئ.
هرمونه یا پيرامېدونه او د ابوالهول ستره مجسمه
که تاسو مصر ته سفر کوئ اما تر ټولو ستر هرم یا پېرامېډ او د ابوالهول له مجسمې څخه ېې کتنه نه کوئ، نو سفر مو بشپړ نه دی. دا د نړۍ د ۷ عجايبو له ډلې ېو دی. دغه ساختمان له ميلاده مخکې د ۲۶۲۰ او ۲۵۰۰ کلونو ترمنځ د ۱۰ زره کارګرو له خوا جوړ شوی دی. د ابوالهول مشهوره او لويه مجسمه، د دغه لرغوني کمپلیکس په دخولي ور کې موقعیت لري.
د سینا غر
د سينا غر د نړۍ د ۷ تر ټولو مهمو زيارتي ځايونو له ډلې يو دی او په مختلفو ادیانو کې مقدس ګڼل کيږي. د بایبل په حواله، دا هغه ځای دی چې خدای له ابراهيم سره غږېده او موسی ته ېې لس فرمانونه وسپارل. د سينا غر د ۲۲۸۵ متر لوړ دی چې ختل ورته سخت اما د منظرو ننداره ېې په زحمت ګاللو ارزي.
د دیر کاترين سپېڅلې خانقا
د یونان اورتودوکس کاترين خانقاه په خپله ډول کې د نړۍ يوه تر ټولو پخوانۍ خانقاه ده. دا د سینا غره په لمنه کې پرته ده. په شپږمه ميلادي پېړۍ کې د ېوې کلا په توګه تاسیس شوه او نن ورځ د يونیسکو سازمان د نړۍ په لرغونو ميراثونو کې ثبت ده. دا چې اوس هم يو شمیر راهبان په کې ژوند کوي نو یوازې د ساختمان له ځينو ټاکلو برخو کتنه کېدلی شي.
د جوزر هرم (پېرامېډ)
د جوزر هرم (Step Pyramid of Djoser) په مصر کې تر ټولو قديمي له تېږې جوړ پېرامېډ دی او همدارنګه يوازينی پېرامېډ دی چې مربعي بنسټ نه لري. دغه هرم له ميلاده مخکې په ۲۷مه پېړۍ کې په مصر کې د اهرامو جوړولو په لومړنۍ مرحله کې جوړ شوی دی. له ۱۹۷۹ راهیسې د يونيسکو سازمان د نړۍ په لرغونو ميراثونو کې ثبت دی. د جوزر هرم د سقارې لرغونې هدېرې په زړه کې موقعیت لري.
د ابوسمبل معبد
دغه لرغونی معبد له میلاده مخکې په ۱۳مه پيړۍ کې د دوهم رامسس له خوا جوړ شوی دی. دا هم د يونسکو سازمان د لرغونو میراثونو له ویاړ څخه برخمن دی. دغه ځای د ځمکې او آسمان ترمنځ د ېوې اړېکې په توګه ډیزاین شوې دی. که تاسو غواړې له دغه لرغوني معبد څخه لېدنه وکړئ نو د کشتۍ په ذریعه به ورځئ او بیا د ناصر سېند له ساحل څخه معبد ته ورځئ.
په قاهره کې د مصر موزيم
د مصر موزیم په کال ۱۸۳۵ کې تاسیس شو. په دغه موزیم کې د لرغونو مجسمو او موميايي په ګډون یونیم لک هنري آثار موجود دي. مصر یو نوی موزیم (Grand Egyptian Museum) هم فعالوي چې جیزه ته نژدې دی. په پام کې ده چې دغه موزیم د روان ميلادي کال په وروستیو کې پرانیستل شي. په دغه موزیم کې به د نورو آثارو تر څنګ هغه لرغوني توکي نندارې ته کېښودل شوي وي چې د فراعنه توت عنخ آمون په قبرونو کې موندل شوي دي.
د راس محمد ملي پارک
د مصر دغه پارک هم د سيلانيانو له پاره يو ښه انتخاب دی په تېره هغو ته چې د لامبا علاقمند دي. دا په سره بحیره کې واقع دی او د نړۍ د تر ټولو رنګارنګه مرجاني موجوداتو لرونکی دی کوم چې سمندري ژوند لري. دغه ملي پارک شرم الشیخ ښار ته نژدې پروت دی چې د نومبر له ۶مې د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون د ۲۷ دور کنفرانس کوربه دی.
سره بحیره
سره بحیره د رخصتيو د وخت چکرونو پر ځای شهرت لري. دغه بحیره اوږده ساحلونه لري او هغه کسان چې د اوبو ورزش سره علاقه لري پکې لامبا او کشتۍ ځغلوي. د کال په ټولو موسمونو کې نرمه هوا لري. له اوبو نه علاوه له لرغونو بندري ښارونو څخه ېې کتنه هم کیږي او د سواحلو په اوږدو کې ښکلي استراحت ځایونو هم لري.
اقصر (Luxor )
د مصر په جنوب کې پروت د اقصر ښار د سيل او چکر له پاره تر ټولو ښايسته ځایونه لري لکه د کرنک د معبد مجتمع او د حتشسپوت معبد. په نيل سیند کې ډيری سیاحتي کروز کشتۍ له همدغه ځایه خپل سفرونه پيلوي. که څوک غواړي په ګرمې هوا لرونکو بالانونو کې هوا ته پورته او چکر ووهي، هم کولی شي.