د مشرف ضد د اعدام فيصله کوونکې محکمه غيرقانوني اعلان سوه
۱۳۹۸ دی ۲۳, دوشنبهد پاکستان د لاهور عالي محکمې (های کورټ) د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ ۱۳مه) په خپله يوه فيصله کي ويلي دي چي د متقاعد جنرال پرويز مشرف محاکمه غيرقانوني او ناسمه وه. دغې محکمې ويلي چي د پرويز مشرف پر ضد د جدي غداري د تور د برسي له پاره د ځانګړي محکمې جوړول غير آئيني کار ؤ. دا خبر د پاکستان د جنګ اخبار د وېبپاڼي په شمول ګن شمېر نورو پاکستانيو رسنيو ورکړی دی.
د لاهور عالي محکمې په دې توګه د مشرف د اعدام د فيصلې پر ضد د مشرف د وکيل پر دعوی فيصله کړې ده. دغه فيصله د قاضي سيد مظاهر علي اکبر نقوي په مشرۍ د قاضيانو ډلې وکړه.
د لاهور د قاضيانو د فيصلې له مخي د مشرف پر ضد د تورونو د ارزيابي له پاره ځانګړې محکمه د داسو اصولو او قوانينو له مخي رامنځ ته سوې وه، چي نوي ول او نه بايد چي پر پخوانيو دوسيو يې اطلاق سوی وای. د فيصلې له مخه له همدې کبله د مشرف پر ضد د جدي غداري د تورونو پر اساس د اعدام فيصله کوونکې محکمه ناقانونه او په دې توګه يې فيصله هم ناچله ده.
ځانګړې محکمې د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په ۱۷مه نېټه د مشرف په غيرحاضرۍ کي پر هغه د اعدام حکم صادر کړی ؤ.
AG/AWA/BS