د مسلمانانو له پاره لس بهترين هیوادنه
سږ کال «ګلوبل اسلامک انډیکس» د نړۍ په ۷۳ هیوادونو کې د حلال اقتصاد، خوراک، سفر، درمل، سینګار او رسنیو وضعیت تر ارزونې وروسته یوه درجه بندي کړې. د مسلمانانو له پاره لس په زړه پوري هیوادونه په دې انځوریز رپوټ کې لیدلی شئ.
۱۔ ماليزيا
مالیزیا سږ کال هم په دې درجه باندۍ کې د ۱۲۱نمرو په ترلاسه کولو سره د دې لیست په سر کې ځای نیولی دی. د «اسلامي اقتصاد» له اړخه هم دغه هیواد د ۱۸۹ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام او د حلال سفري امکاناتو، حلال درملو او سینګار د وسایلو په حواله یې د شوې درجې بندۍ پر بنسټ په دویم مقام کې ځای نیولی.
۲۔ متحد عربي امارات
متحد عربي امارات په۸۶ نمرو سره د مسلمانانو له پاره دویم بهترين هیواد ګڼل شوی دی. د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷م کلونو د اقتصاد شاخص له پلوه دغه هیواد دویم مقام ترلاسه کړی دی. په داسې حال کې چې د حلال خوراک، حلال سفر، ښایسته فیشن له درکه یې لومړی مقام ترلاسه کړی دی.
۳۔ بحرین
بحرین په ۶۶ پوينټونو سره د ګوبل اسلامک انډکس یا شاخص په حواله په دریم مقام کې ځای نیولی. د اسلامي اقتصاد له پلوه هم په دریم مقام کې دی. دغه هيواد د حلال خوراک له پلوه په ۹ نمبره کې دی.
۴۔ سعودي عربستان
سعودي عربستان په مجموع کې په ۶۳ بمرو سره په دې طبقه بندې کې په ۴ نمبر کې ځای نیولی. دغه هیواد د ښه فیشن او او تفریح له پلوه په لومړیو لسو هیوادونو کې نه دی شمیرل شوی.
۵۔ عمان
د «ګلوبل اسلامک اکنومک انډیکس» په حواله د سعودي عربستان ګاونډی هیواد عمان په ۴۸ نمرو سره په پنځم مقام کې ځای نیولی دی. خو د ښاېسته فیشن او تفریح له پلوه دغه هیواد هم لکه د سعودي په شان په لومړیو لسو هیوادونو کې نه دی شامل.
۶۔ پاکستان
پاکستان په دغه شاخص کې د ۴۵نمرو په ترلاسه کولو سره په شپږم مقام کې ځای نیولی. تیر کال دغه هیواد په پنځم مقام کې ځای لاره. د تهامسن رویټرز له خوا په جوړ شوي دې رپوټ کې راغلي چې په پاکستان کې د اسلامي اقتصاد په اړه اګاهي مخ پر ډیریدو ده. د حلال خوراک له پلوه پاکستان په دریم مقام کې ځای لري. خو د حلال سفر، ښایسته فیشن او تفریح له پلوه پاکستان هم په لومړيو لسو هیوادونو کې نه دی شامل.
۷۔ کویت
خلیجې هیواد کويت په دې ردجه بندۍ کې په شپږم مقام کې ځای نیولی دی. د اسلامي اقتصاد په برخه کې په۵۱نمرو سره کویت له عمان هیواد سره په ګډه پنځم مقام ترلاسه کړی دی.
۸۔ قطر
په دې درجه بندۍ کې قطر اتم مقام خپل کړی دی. د تیلو د زیرمو لرونکی دغه غني هیواد د اسلامي اقتصاد او حلال خوراک په برخه کې ښه نوم ګټلی او د سعودي عربستان برعکس د دغه لیست په لومړیو لسو هیوادونو کې شامل دی.
۹۔ اردن
اردن د «ګلوبل اسلامک اکنومک انډکس» له خوا د ترسره شوي سروې پر اساس د ۳۷نمرو په ترلاسه کولو سره په نهم مقام کې ځای نیولی. د حلال سفر او حلال درمل او همدارنګه د سنګار د سامان الاتو له اړخه اردن مخکې دی، خو پکښې د حلالو خوړو د شتون له پلوه اردن هم په لومړیو لسو هیوادونو کې نه دی شامل.
۱۰۔ اندونیزیا
اندونیزیا په ۳۶ نمرو سره په لسم مقام کې ځای لري. د اسلامي اقتصاد، حلال خواړو او سفر په اساس د انډونیزیا فعالیت ښه ارزول شوی دی. خو د ښایسته فیشن او تفریح په حواله د ځينو نورو اسلامي هیوادونو په څیر دومره په زړه پوری نه دی.
اروپایې هیوادونه ښایسته فیشن او حلال تفریح په برخه کې
د ګلوبل اسلامک اکنومک انډکس په حواله د تفریح په برخه کې بریتانیا پنځم نمبر، فرانسې اووم او آلمان اتم مقام ترلاسه کړی دی. د ښایسته فیشن په برخه کې ایټالیې پنځم او فرانسې ۷ مقام ترلاسه کړی دی.