د مس عينک کان تړون له خطر سره نه دی مخامخ
۱۳۹۲ شهریور ۵, سهشنبهپه دې وروستيو کي داسي راپورونه خپاره سوي دي چي ګوايا د چین د ام سي سي کمپنۍ او افغان دولت ترمنځ د درو ميلیاردو امریکايي ډالرو په ارزښت دغه قرار داد د چینایانو له خوا د لږ پر شاتګ له امله له جدي ګواښ سره مخامخ دی.
د رويترز خبري آژانس د يوه وروستي راپور له مخي د چین د ام سي سي کمپنۍ له خوا افغان دولت ته نوي شرایط وړاندي شوي دي چې پکې د پخوانۍ ژمني خلاف ځیني وړاندیزونه شامل دي.
داسي ويل کيږي چي چینایانو ویلي چې دوی به کان ته نژدې د برېښنا د تولید ستیشن نه جوړوي او تر څنګ یي د اورگاډي د هغي پټلۍ د غزېدو کار هم ځنډولی دی چې په لومړي سر کې یې له حکومت سره د جوړولو ژمنه کړې وه.
خو د کانونو وزارت د رسنیو د دفتر مرستیال انجنیر سمیع الله وايي چي دوی به د چینايي شرکت دغه نوي شرطونه چې غیر منصفانه او د لومړي قرارداد خلاف دي ډير ژر په پېکينگ کې د دغه شرکت له مشرتابه او چینايي چاروکو سره خبري ورباندي وکړي.
انجنير سميع الله هغه اندیښنه چې د دغه کان د راتلونکي په اړه مطرح شوي دي بې ځایه بولي او تمه ښيي چې د ام سی سی کمپنۍ به وتوانیږي چې تر ټاکلي وخت پوري له دغه کان څخه د مسو د رایستلو پروسه پیل کړي:
«دا دومره لویه مسله نه ده چې په اړه یې اندیښمن اوسو او یا هم د دغې ستري اقصادي پروژي د سقوط خبري پوري وتړو، د کانونو وزیر او یو افغان تخنیکي پلاوی چین ته روان دی ترڅو دا مسئله د لاسلیک شوي تړون پر ا ساس وڅېړي، او تمه لرو چې د پلان مطابق د عینکو کان د سپړلو کار پیل شي او افغان دولت ژمن دی چې د عینکو د مسو کان به ساتي او څارنه به یي کوي. البته موږ په دغه برخه کې له چین سره واضح هوکړه لیک لرو.»
په همدې حال کې د شفافیت د څار یوه کابل میشتي سازمان ویلي دي چي د چین ام سي سي کمپنۍ غواړي چي له دغه کان څخه د مسو را ایستلو لړۍ ۵ کاله یعني تر ۲۰۱۹ کال پوري وځنډوي. نو اوس حکومت ته دوې لاري پاتي دي یا به د چینایي کمپنۍ نوي شرطونه مني او یا به له لویه سره دغه تړون لغو کوي.
د عینکو د مسو کان چې د نړۍ په کچه د سترو مس لرونکو کانونو په کتار کي ځای لري، د افغانستان په یوه نا امنه ولایت لوګر کې موقعت لري، چې یاغیانو په وار وار د دغه کان مامورین او کارکوونکي تر خپلو بریدونو لاندي راوستي او هغوی یي ګواښلي چې کار پریږدي.
د عینکو د مسو کان پر سر د کار تړون د ۲۰۰۷ کال په نیمایي کې لاسلیک شوی وو. که چیري له دغه کان څخه د استخراج پروسه پیل شي په کال کې به ۲۵۰ ميلیونه امریکايي ډالره د افغانستان دولت ته په لاس ورشي او۷۵۰۰ کسانو ته به پکښې د کار زمینه برابره شي.