1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهمراکش

د مراکش پوليسو ۵،۴ ټنه چرس او ۶۰ کيلوګرام کوکاين نيولي دي

۱۴۰۲ اردیبهشت ۳, یکشنبه

مراکشي پوليسو د طنجه المتوسط په نوم بندر کې ۵،۴ ټنه چرس او ۶۰ کيلوګرامه کوکاين نيولي دي. د مراکشي چارواکو په خبره نیول شوي چرس د هسپانيې په لور په يوه لارۍ کې موندل شوي. دغه خبره د مراکش د ملي امنيت عمومي رياست کړې ده.

https://p.dw.com/p/4QSsh
Haschisch beschlagnahmt in Spanien Archivbild
انځور: picture-alliance/dpa/Spanish National Police

د لارۍ ۴۵ کلن مراکشي چلونکی چې د لومړنيو معلوماتو له مخې د صادرولو جعلي سندونه يې درلودل، هم نیول شوی دی. د مراکش د پوليسو په حواله نیول شوي مخدره مواد په ټريلر او د لارۍ په فریم یا چوکاټ کې پټ کړل شوي وو.

مراکش د ملګرو ملتونو په خبره د چرسو تر ټولو ستر توليدونکی هېواد دی.

د مراکش د ملي امنيت د عمومي رياست په حواله پروسږ کال هم کابو ۱۰۰ ټنه چرس نيول شوي وو. د پنجشنبې په ورځ هم د پوليسو او ګمرک په يوه ګډ ماموريت کې د طنجه المتوسط په بندر کې کابو ۶۰ کيلوګرامه کوکاين په يوه يخچالي کانټينر کې وموندل شول.

د نشه يي توکي دغه دوهمه محموله له دې مخکې د اکوادور د تونا کبانو په يوه محموله کې کشف شول چې د انتقال له پاره هدف يې هم هسپانيا وه.