د محمد علي سپورتي لباس لیلام ته وړاندې کيږي
۱۴۰۳ فروردین ۱۷, جمعهد سوک وهنې د نړۍ مشهور لوبغاړي محمد علي هغه سپورتي یونیفورم چې په منیلا کې یې له خپل سیال جو فرېزر سره د «تهریلا ان منیلا» سیالۍ پر مهال اغوستی وو اوس د نیویارک په «سوتهبیز» لیلامخونه کې لیلام ته د ایښودلو له پاره چمتو شوی.
تمه کیږي چې د محمد علي دغه سپورتي جامې به تر شپږ میلیونه ډالرو هم په لوړه بیه وپلورل شي.
د دغه سپورتي لباس داوبالایي د مارچ له ۲۷ څخه په آنلاین بڼه پیل شوې او د اپریل تر ۱۲ نیټې پورې به دوام وکړي. ياد سپورتي لباس محمد علي د ۱۹۷۵م کال په اکتوبر میاشت کې د فیلپين په پلازمېنه مانیلا کې د فرېزر پر وړاندې په خپله یادګاري مسابقه کې اغوستلی وو. دا د محمد علي او فرېزر ترمنځ دریمه او وروستۍ سیالي وه چې د محمد علي په بریا پای ته ورسېدله.
امریکایي سوک وهونکی محمد علي نه یوازې د بوکسنګ یو اتل وو، بلکې په امریکا کې د افریقایي اتباعو د حقونو له پاره غږ پورته کوونکی فعال هم وو. د بوکسنګ د نړۍ دغه اتل په ۲۰۱۶ م کال کې لهنړۍ سترګې پټې کړې.
آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا