1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د متحدو عربي اماراتو د مریخ ماموریت له جاپانه پیل شو

۱۳۹۹ تیر ۳۰, دوشنبه

د متحدو عربي اماراتو د فضا لومړنی اووه میاشتنی ماموریت نن له جاپان څخه پیل شو. د عربي نړۍ د فضا د دغه لومړني ماموریت هدف د مریخ د سیارې د اتوموسفیر او اقلیم په هکله لا ډیر معلومات را ټولول په ګوته شوي دي.

https://p.dw.com/p/3fZzG
Vereinigte Arabische Emirate schicken Sonde Richtung Mars
انځور: Reuters/Kyodo

د «هوپ» یا هیلې په نامه د متحدو عربي اماراتو فضايي بیړۍ نن د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د جولای میاشتې پر ۲۰مه نیټه) د سهار په لومړنیو ساعتونو کې د جاپان له ټانیګاشیمه فضايي مرکز څخه د مریخ په لوري خپل اووه میاشتنی سفر پیل کړ. فضا ته دا د عربي نړۍ لومړنۍ ماموریت دی چې هدف یې د مریخ د سیارې د اقلیم او اتوموسفیر په هکله د معلوماتو را ټولول دي.

ټاکل شوې چې دغه فضايی بیړۍ به د ۲۰۲۱م کال په فبروري میاشت کې خپل هدف ته ورسیږي او د مهالویش سره سم به د لږ تر لږه دوو کلونو له پاره د مریخ د سیارې په شاوخوا کې حرکت کوي. په دغه بیړۍ کې فضانوردان موجود نه دي خو ځینې پرمختللي داسې وسایل پکې موجود دي چې د مریخ د سیارې د اتوموسفیر د مطالعې او د مریخ د اقلیم اړوند د معلوماتو راټولولو وړتیا لري.

د متحده عرب اماراتو د حکومت په حواله، دغه ماموریت به وکولی شي چې په مختلفو موسمونو کې د مریخ د اتوموسفیر بشپړ لومړني انځورونه راټول کړي.

د هوپ یا هیلې په نامه د متحده عرب اماراتو دغه فضايي بیړۍ د یوه جاپاني راکیټ په واسطه فضا ته وتوغول شوه.

په لومړي سر کې ټاکل شوې وه چې دغه فضايي بیړۍ د روانې جولای میاشتې پر ۱۴مه نیټه خپل ماموریت پیل کړي، خو د خرابې هوا له کبله یې د توغولو پروګرام دوه ځله له ځنډ سره مخامخ شو.

Vereinigte Arabische Emirate | Mars-Mission | Mohammed bin Rashid Raumfahrtzentrum
انځور: AFP/G. Cacace

متحد عربي اماراتو د لومړي ځل له پاره په ۲۰۱۴م کال کې د مریخ د دغه ماموریت اعلان وکړ. د تیلو شتمن دغه هیواد غواړي چې د دغه راز پروګرامونو له لارې خپله تکیه پر نفتو او تیلو کمه کړي او د ساینس او ټکنالوجۍ په ډګر کې خپل ځای پیدا کړي. دغه عربي هیواد همدا راز ژمنه کړې چې په ۲۱۱۷م کال کې به په مریخ کې د انسانانو له پاره لومړني استوګنځي هم جوړ کړي.

د متحدو عربي اماراتو د هوپ یا هیلې د فضايي ماموریت مشر عمر شرف د یکشنبې په ورځ پر ټویټر باندې په یوه خپاره شوي ویډیويي پیغام کې ویلي: «د اماراتو د هیلې ماموریت د عربي نړۍ د ځوانانو له پاره د هیلې یو پیغام لري. که چیرته د متحدو عربي اماراتو په څیر ځوان ملتونه د ۵۰ کلونو په کمه موده کې مریخ ته د رسیدو وړتیا لري، نو بیا موږ د یوې سیمې په توګه ډیر څه کولی شو.»

متحدو عربي اماراتو تر دې وړاندې هم درې څارګر سټلایټونه فضا ته استولي دي، خو تر دې وړاندې د ځمکې له مداره یې هاخوا کوم ماموریت نه درلود.