د مالټواو نارنجو میله
د فرانسې د مانتون ښار د مالټواو نارنجو میله د دغه هیواد د ډیرو مشهورو میلو څخه ده، چي د ۸۰ کلو راهیسي جوړيږي. د سږکال په فبرورۍ کي خلگو ۱۴۵ ټنه مالټې، نارنج او لیمو سره راجمع کړي او زینتي ځایونه یې په سینگار کړي دي.
مېري پېنس په ویټامین C سره
د ټوله نړی څخه هرکال ۳۰۰۰۰۰ کسان د مانتون ښار ته ورځي، ترڅو په فرانسه کي د مالټواو نارنجو میله وگوري. د فرانسې په جنوب کي دغه کوچنئ ښار مستقیمأ د ایټالیا سره په سرحد کي پروت دی.
د براندنبورگ پردروازه باندي «سلي بولز»
د سږکال د میلې تماشاچیان کولای سي د براندنبورگ د مشهوري دروازې جوړولو ته پام واړوي، چي پرهغه باندي د مشهوره «کاباره فلم» څخه خیالي شخصیت «سلي بولز» ناست دی. ددغه فلم کیسه په ۱۹۳۰ مو کلونو کي برلین ته رسیږي
د مالټواو نارنجو باچا
د سږکال د میلې طراحانو خاص مهارتونه او سلیقې په کار وړي دي، تر څو په ژیړو او نارنجي رنگونو سره ، چي تر آبي اسمان لاندي ځلیږي، تماشاچیان ځانته راجلب کړي. یو بل تصویر «د زمریانو دباچا» مشهوره فلم ته اشاره کوي.
زاړه او نويl
د مالټواو نارنجو دغه میله د اول وار دپاره په ۱۹۳۳ م کال کي جوړه سوه. په هغه وخت کي مانتون په ټوله اروپا کي د مالټو او نارنجو لوی تولیدونکئ ښار ؤ. خو نن ورځ ددغه ښار اقتصادي اهمیت راکم سوی دی اود میلې ښایسته سینگارونو دپاره مالټې او نارنج د هسپانیې څخه راځي.
کلیسا او یوه ښایسته ښځه
د سږکال د میلې یو بل د لیدو وړځای د پاریس د نوتردام مشهوره کلیسا ده، چي د "اسمرالدا" په نامه ښایسته ښځي باندي د کلیسا د زنگوله وهونکي د مین کیدو کیسه بیانوي. ددغه داستان څخه اوس هم د فلمو او ډرامو په جوړولو کي کار اخیستل کيږي. ددغي کلیسا ځیني ځایونه تر لسو مترو پوري هم لوړ دي.
«په باران کي بدلي»،خو تر شنه اسمان لاندي
د مانتون د میلې ددغه ځای طرحه «په باران کي بدلي» په نامه مشهوره فلم ته اختصاص سوې ده. که څه هم هغه ته د «باران» عنوان ورکول سوی دی، خو د مالټو او نارنجو د میلې سازمان ورکونکي اوهم تماشاچیان طبعأ هرکال غوندي د لمره ډکه ورځ غواړي.
بیله میوو څخه هم ښایسته
د مالټواو نارنجو میله که څه هم د مارچ تر اولي نیټې پوري دوام کوي، خو هغه څوک چي تردغه وخته پوري نسي ورتلای، کولای سي په نورو فصلونو کي هم دغه ښار ته ورسي، چي بیله دغو میوو څخه هم ښایسته دی. په ډیر احتمال سره به یې هلته آرامي هم په نصیب سي.