د ليبيا په مهاجر کمپونو کې تر تصور زيات وحشت
بې وزلي، لوږه، شکنجه، او هوايي بريدونه: په لیبيا کې په زرونه کډوال د توقيف په کمپونو کې تر دغو ناوړو شرايطو لاندې پراته دي. څوک چې له توقيف ځايونو آزاديږي، په دغه جگړه ځپلي هېواد کې ورته نور نوي گواښونه متوجې وي.
بالاخره ساحل ته رسېدل
کله چې د «Open Arms» په نوم د ژغورني کښتۍ د لامپيدوسا ټاپو ته ورسېدله نو د هغو ۸۳ کډوال خوښي د ليدو وه چې له درو اوونيو راهيسې په مديترانه سمندرگي کې پاته ول. ځينو یې دومره ژړل چې اروا پوهانو بايد ورسره مرسته کړې وای. له دې کډوالو څخه یې ډېرو څو کاله د کورنۍ جگړې ځپلي هيواد ليبيا په کمپونو کې تېر کړي چې له هغوی سره ناوړه چلند شوی.
بې وزلي، لوږه او زور زياتی
له افريقايي هېوادونو څخه راغلي په زرونه کډوال په ليبيا کې د توقيف په کمپونو کې په ډېرو تنگو خونو کې ساتل کيدل څو هغوی اروپا ته ولاړ نه شي. د ملگرو ملتونو په يوه رپوټ کې دغه «له تصوره لېرې وحشت» چې کډوال ورسره لاس او گريوان ول، ياد شوی دی. په دغه رپوټ کې د شکنجې، قتل، جنسي تيري، مريتوب او جبري کار څخه خبره شوې ده.
د مرستې غوښتنه
په رپوټ کې ويل شوي چې دولتي او همدا شان غير دولتي نقش لرونکو له خوا ستر جرمونو او له بشري حقونو څخه سرغړونې شوي دي. د مثال په توگه د مليشو له خوا. همدا راز د ملي يووالي حکومت تر کنترول لاندې د توقيف په کمپونو کې له بشري حقونو څخه سختې سرغړونې شوي دي. هلته پراته مهاجر د مرستې غوښتنه کوي.
کورنۍ جگړه
د کډوالو لاگرونه په بيا بيا د طرابلس پر سر د جنگيدونکو مليشو ترمنځ د نښتو پر وخت په نخښه کيږي. له يوې خوا د لومړي وزير فاير السراج د ملي يووالي حکومت ځواکونو دي او بل پلوه ته د جنرال خليفه حفتر ډلي دي چې اوسهمال د هېواد ختیځ او جنوب کنترولوي.
هوايي بريدونه
په جولای مياشت کې ۵۰ مهاجر د تاجورا پر يوه کمپ چې د طرابلس په ختيځ کې پروت دی، په هوايي بريد کې ووژل شول. د مصراتا ښار د کمپ پر شا او خوا هم تل بمونه غورځول کيږي.
د لاگرونو د تړلو غوښتنه
اروپايي ټولنې او همدا راز ملگرو ملتونو په څو ځلي د دې کمپونو د تړلو غوښتنه کړې ده. د آلمان د بهرنيو چارو وزارت هم په دې وروستیو کې د لیبيا د مهاجر کمپونو پر وضعيت سختې نيوکې کړي دي. په تیره بيا اروپايي ټولنه د سخت انتقاد هدف گرځي ځکه د ليبيا له ساحلي پوليسو سره مالي مرسته کوي.
د ساحلي پوليسو له خوا نيول شوي کډوال
تر هغه وروسته چې د اروپايي ټولنې د ژغور ماموريت «سوفيا» د کډولو د منلو په برخه کې د نه جوړ جاړي له کبله تر نامعلومې مودې پورې ځندول شوی، د ليبيا د ساحلي پوليسو کښتيو خپلې گزمې پراخې کړي دي. په مديترانه کې نيول شوي کډوال بيرته لیبيا ته او هلته توقيف ځایونو ته بيول کيږي.
خطرناک مسير
په جگړه ځپلي هيواد ليبيا کې ناوړه شرائطو ته په کتو سره اروپايي شورا له اروپايي ټولنې څخه غوښتنه کوي چې د لیبيا له ساحلي پوليسو سره دې خپله همکاري ودروي. د ملگرو ملتونو د مهاجرو د مرستې اداره «يو اين ايچ سي آر» او د مهاجرت نړيوال سازمان هم په دې نظر دی. کډول د لیبيا د ساحلي پولیسو له ویرې د مديترانې څخه د تیريدو له پاره خطرناکې لارې انتخابوي. يوازې په ۲۰۱۸ م کال کې ۲۳۰۰ انسانان ډوب شوي ول.
د کمپونو د تړلو اعلان
د ليبيا د کورنيو چارو وزير که څه هم چې لږ تر لږه د مصراتا او تاجورا د کمپونو د تړلو اعلان کړی خو دا چې عمل پرې شوې او که نه، لا روښانه نه ده. د آزاديدونکو مهاجرو له پاره دمگړۍ کوم ثابت پلان وجود نه لري. يو اين ايچ سي آر د مرستې وړاندیز کړی. له دغه کمپونو څخه د آزاديدو په صورت کې هم کډوالو ته په دغه جگړه ځپلي هېواد کې نور ډېر خطرونه متوجې دي.