د ليبيا د مرکز پر لور ملیشې د پرمختګ په حال کې دي
۱۳۹۸ فروردین ۱۶, جمعهپه لیبیا کې کورنۍ جګړې، د ملګرو ملتونو د سولې له پلان شوي کنفرانس څخه یوازې څو ورځې مخکې د یاغي، خو بانفوذه جنرال خلیفه حفتر د ځواکونو له پرمختګ سره لا زیات شدت موندلی دی.
ملیشه تریپولي ته نږدې شوي
په همدې منځ کې جنرال حفتر ته وفاداره ځواکونه د همدغو ځواکونو په حواله د طرابلس ۳۰ کیلومترۍ ته رسیدلي دي، کوم ځای چې د نړیوالې ټولنې له خوا د په رسميت پیژندل شوي دغه بحراني هیواد پلازمېنه او مقر دی.
حفتر د لیبیا ملي پوځ (LNA)په نوم خپلو ځواکونو ته د پلازمېنې طرابلس پر لور د پرمختګ امر کړی دی. دې اعلان په نړیواله کچه اندیښنې راپورته کړي دي. امریکا متحده ایالاتو او متحدینو یې د پوځي تشدد د زیاتیدو او د هغې له عواقبو څخه خبرداری ورکړی دی.
د امریکا، فرانسې، ایټالیا، متحده عربي اماراتو او بریتانيا په یوه اعلامیه کې راغلي دي چې زورزیاتۍ لیبیا ګواښي چې بیرته یې هرج و مرج ته ور ننباسي.
د دې اعلامیي په ترڅ کې په لیبیا کې له ټولو ښکیلو اړخونو څخه غوښتل شوي دي چې د لیبیا په چارو کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي غاسان سلامه، سره رغنده ګډه همکاري وکړي.
د ملګرو متلونو د امنیت شورا غونډه
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا به همدا نن د جمعې په ورځ (د اپریل میاشتې ۵ نیټه)د یوې سري غونډې په ترڅ کې د لیبیا د روان وضعیت په اړه خبرې وکړي. د دیپلوماتانو په حواله دغه غونډه د بریتانيا په غوښتنه رابلل شوې ده.
په۲۰۱۱م کال کې د معمر القذافي د حکومت له رانسکوریدو راهيسي په دې هیواد کې روانه کورنۍ جګړه حاکمه ده.
په طرابلس کې د فايز السراج تر مشرۍ لاندې حکومت کمزوری دی او د هیواد پر نورو برخو کنترول نه لري. حفتر له خپلو ځواکونو سره د رژیم د مخالفينو ملاتړ کوي، کوم چې د دغه هیواد پر ختیځ واکمن دي.
همدا د تیرې چهارشنبې په ورځ د هغه (LNA)ځواکونو اعلان وکړ چې د دغه هیواد پر لویدیځ د حملې له پاره ځان تیاروي، څو دغه سیمه له «ترهګرو او مزدورو» ځواکونو څخه پاکوي.
نړیوال کنفرانس د اپريل له ۱۴-۱۶
د روانې میاشتې په نیمایي کې په غدامس ښار کې د ملګرو ملتونو له خوا یو درې ورځنې نړیوال کنفرانس پلان شوی دی. سلامه، به د دې کنفرانس په ترڅ کې له روان بحران څخه چې د کلونو راهیسې روان دی د وتلو له پاره د حل لارې پیدا کولو هڅه وکړي.
لیبیا د اروپا پر لور د مهاجرو له پاره په یو مهم ترانزیتي هیواد بدل شوی دی. د لیبیا له مدیترانیي ساحل څخه په پرله پسې ډول د مهاجرو کښتۍ د اروپا پر لور حرکت کوي.
qu/kle (dpa, afp, ape)/ش.ن