د لوڅو فلمونو کتنه په کومو هيوادونو کي زياته سوې ده؟
په کرونا بحران کي زيات انسانان په کور کي پاته کېدو ته مجبور سول. يوې څېړني ښودلې چي په بعضو هيوادونو کي د لوڅو فلمونو کتنه هم له دې کبله زیاته سوې ده. دا چي دا کوم هيوادونه دي، دلته يې وپېژنئ:
آلمان ـ ۵،۸ فيصده د کتنو زياتوالی
آلمان هم يو له هغو هيوادونو څخه شمېرل کيږي چي پکښي د جنسي خدماتو له پاره په بعضو ښارونو کي حتی ځانګړي ناحيې سته. د بېلګي په توګه د هامبورګ په ښار کي د سانت پاولي په نوم ناحيه ډېره مشهوره ده. په دغه هيواد کي هم د سويس او يو شمېر نورو هيوادونو تر څنګ د کرونا پر وخت پر جنسي خدماتو محدوديتونه ولګول سول. د پاندمي پر وخت په آلمان کي د لوڅو فلمونو په کتنو کي د ۵،۸ فيصدو زياتوالی راغلی دی.
د امريکا متحده ايالات ـ ۶،۴ فيصده د کتنو زياتوالی
د امريکا متحده ايالات د کرونا پاندمي څخه اغېزمن سوو هيوادونو د ليسټ په سر کي قرار لري. د اينسايډر انټرنټپاڼي د راپور له مخي کله چي په دغه هيواد کي د کرونا پاندمي د خپرېدو په حال کي وه او زيات امريکايان مجبوره ول چي په کور کي پاته سي، نو د لوڅو فلمونو په کتنو کي تر عام حالت پکښي د ۶،۴ فيصدو زياتوالی راغلی.
سويس ـ ۱۱،۵ فيصده د کتنو زياتوالی
سويس هم يو له هغو اروپايي هيوادونو څخه دی چي د کرونا پاندمي پر وخت يې د ټولو جنسي خدماتو وړاندي کوونکو ځايونو د بندولو امر صادر کړ. دا د دې له پاره چي د کرونا ويروس د خپراوي مخه ونيوله سي. د ثبت سوو شمېرو له مخي په دغه هيواد کي د پاندمي پر وخت د لوڅو فلمونو په کتنو کي د ۱۱،۵ فيصده زياتوالی راغلی.
هالند ـ ۱۴ فيصده د کتنو زياتوالی
هالند له هغو اروپايي هيوادونو څخه شميرل کيږي چيري چي په لويو ښارونو کي د جنسي خدماتو وړاندي کول د ورځني انځور برخه تشکيلوي. په دغه هيواد کي د کرونا پاندمي پر وخت د انټرنټ له لاري د لوڅو فلمونو په کتنو کي د ۱۴ فيصدو زياتوالی راغلی.
ايټاليا ـ ۳۰ فيصده د کتنو زياتوالی
د ايټاليې هيواد هم په اروپا کي هسپانيې تر څنګ له کرونا په تر ټولو زيات اغېزمنو سوو هيوادونو کي راځي. په دغه هيواد کي هم د کرونا په تړاو محدوديتونه ډېر سخت ول او د دغه هيواد اوسېدونکي مجبوره سول چي تر زياتي اندازې په کور کي دننه پاته سي. د کرونا پاندمي پر وخت د مارچ په ۱۷مه نېټه په دغه هيواد کي پر انټرنټ د لوڅو فلمونو په کتنه کي د ۳۰ فيصده زياتوالی ثبت سوی ؤ.
فرانسه ـ ۳۸،۲ فيصده د کتنو زياتوالی
فرانسه د اروپايي اتحاديې هغه هيواد دی چي په ټوله نړۍ کي د ميني له پاره مشهور دی. د دغه هيواد په پاريس ښار کي زيات د ميني سره تړاو لرونکي فلمونه فلمبرداري سوي يا دغه ښار د افسانو موضوع اوسېدلی دی. خو د کرونا پاندمي پر وخت په دغه هيواد کي سخت محدوديتونه رامنځ ته کړل سول او د اينسايډر پاڼي په حواله پکښي ۳۸،۲ فيصده د لوڅو فلمونو کتنې زياتي سوې.
هسپانيه ـ ۶۱،۳ فيصده د کتنو زياتوالی
د اينسايډر انټرنټ پاڼي د لوڅو فلمونو وړاندي کونکو بيلو پاڼو د شمېرو پر اساس د کرونا پاندمي پر وخت د زياتو دغو فلمونو کتونکو هيوادونو ليسټ جوړ کړی دی. په دې ترڅ کي د مارچ په ۱۷ راټولې سوي ټولې شمېرې پرتله سوي دي. په اروپا کي هسپانيه د کرونا له کبله يو له تر ټولو زيات اغېزمن سوو هيوادونو څخه دی چي پکښي د پاندمي پر وخت د انټرنټ له لاري د لوڅو فلمونو په کتنو کي ۶۱،۳ فيصده زياتوالی راغلی.
د لوڅو فلمونو تاوانونه
لوڅ فلم کتونکي او جوړونکي د مېرمنو د ناسم انځور په خپرېدو کي په ونډه لرلو تورنيږي. دا ځکه چي زياتي فېمينستاني نيوکه کوي چي دغه فلمونه په زياته د زنانه جنس سپکاوی کوي. زيات اروا پوهان يې کتل د ازدواجي ژوند د بعضو ستونزو لامل هم بولي. بعضي څېړني هم سته چي له ناوړه رواني اغېزو څخه خبره کوي. تقريبا په ټولو اديانو کي د دغو کتل لويه ګناه بلل کيږي. خو د لوڅ فلمونو صنعت هر کال په ملياردونو ډالره ګټه کوي.