د فوکوشيما په اټومي بټۍ کي وضعيت تر کنترول وتلی
۱۳۸۹ اسفند ۲۵, چهارشنبهپه داسي حال کي چي د فوکوشيما په اټومي دستګاه کي وضعيت تر کنترول وتلی او په سيمه کي د هستوي وړانګو فشار وار په وار ډيريږي، د جاپان د شمال ختيځ په سمندري څنډو کي، چي د روان ناورين سيمه ده، د ژغورني هلي ځلي رواني دي.
د جمعې د ورځي د سمندري توپان يا سونامي له امله په ويجاړ سوو کليو او بانډو کي عسکر د پيښي د قربا نيانو په لټه کي دي. تر ناورين پنځه ورځي وروسته ډيري لږي هيلي موجودي دي چي کوم يو انسان دي ژوندی وموندل سي.
د جاپان د تلويزوني شبکې، NHK د يو رپوټ له مخه د مړو او تري تم شوو انسانانو شمير اوس 11 زرو ته لوړ سوی دی. له مصيبت څخه ژوندي پاته سوي خلک هڅه کوي چي په خپلو مټو د نوي ژوند لپاره نوی بندو بست وکړي.
د ټولو ويجاړتياوو سره سره د سيمي د اطفائيي کار کونکي خلکو ته هيله ورکوي او وايي چي دلته به بيا ژوند پيل سي، ويجاړي سيمي به بيرته وداني سي.
د پيښي د عيني شاهدانو د وينا له مخه د جاپان په شمال ختيځ ساحلي سيمو کي په لس ګونو زره خلک د ژوند له لومړنيو اړتياو څڅه سمدلاسه بې برخي دي: بريښنا، ګاز، اوبه ، خوراکي توکي هيڅ شی وجود نه لري.
هغوی وايي چي حتي په بيړنيو خيمو کي هم د اړتيا وړ وسايلو کمبود ليدل کيږي.
د فوکوشيما داييچي د اټومي دستګاه د هستوي وړانګو د زياتوالي له امله په تاواني سوو اټومي بټيو کي د سون موادو د يخولو کار هم په موقتي توګه درول سوی دی.
د جاپان د حکومت ويناند «يوکيو ايدانو» وويل چي د راديو اکتيف يا هستوي وړانګو د کثافت د زياتوالي له امله پر اټومي بټويو باندي د اوبو شيندلو کار ودرول سو. ډيری کار کونکي د هستوي وړانګو د تاوان له امله له سيمي څخه ايستل سوي دي.
د حکومت وياند زياته کړه: « د وړانګو کچه شيبه په شيبه بدلون مومي. موږ په دې نظر يو چي سمدلاسه خطر نه ليدل کيږي. خو د اټومي سون موادو د ساتني له دستګاوه څخه د اوبو بخار زيات سوی دی. په دې وجه د هستوي وړانګو خطر زيات سوی دی. د اوبو په دغه بخار کي د هستوي وړانګو ګمان کيږي.»
په عين وخت کي نن د جاپان په شمال ختيځ سمندري څڼده کي يوه بله زلزله چي قوت يي تر 6 درجو اټکل سوی دی، سوې. د دغي زلزلې قوت دومره زيات ؤ چي ټکان يي د جاپان په پلازمېنه توکيو کي هم احساس سوی.
موشي بروسکا/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل