د فوټبال ۱۰۰ ښځینه او نارینه لوبغاړي له افغانستانه ووتل
۱۴۰۰ مهر ۲۳, جمعهد قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان د فوټبال شاوخوا ۱۰۰ ښځینه او نارینه لوبغاړي له خپلو کورنیو سره د کابل له هوایي ډګره دغه هیواد ته لیږدول شوي دي. د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې هم دغه خبر تائید کړی دی.
بریټانیایي رسنیو ویلي چې په دغه پرواز کې شاوخوا ۲۰ تنه ښځینه لوبغاړې هم شاملې وې.
دغه کسان د فوټبال د نړیوال فدراسیون د هغو خبر اترو په پاېله کې چې د قطر له چارواکو سره یې درلودې راایستل شوي دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې لولوة رشید محمد الخاطر، په خپلې ټویټر پاڼې لیکلي «له کابل د مسافرانو اتمه الوتنه قطر ته ورسیده.»
نوموې ویلي: «په دغه پرواز کې تر ټولو ډیر ۳۵۷ کسان سپاره ول چې پکې د نیوزلینډ وګړي هم شامل ول.
دغه راز ۱۰۰ افغان لوبغاړي چې ښځینه هم پکې شاملې دي له کورنیو سره په دغه پرواز کې ول.»
وروسته له هغې چې په اګست میاشت کې طالبانو افغانستان ونیوه د فوټبال نړیوال فدراسیون د فوټبال او د ورزش برخې د نورو لوبغاړو د ایستلو په اړه په مذاکراتو بوخته ده.
د بایسکیل ځغلونې نړیوال سازمان "یو سی آی" هم روانه اونۍ ویلي وو چې له ۱۶۵ کسانو سره يې په وتلو کې مرسته کړې ده چې د افغانستان د بایسکیل ځغلونې ښځینه لوبغاړې، خبریالان او د بشري حقونو یو شمیر فعالان هم پکې شامل دي.
قطر: د طالبانو کړنو ته په کتو باید د هغوی په اړه قضاوت وشي
آسټرالیا هم له ۵۰ ډیرې ښځینه ورزشکارانې او د هغوی د کورنې غړې په اګست میاشت کې را ایستلې وې.
له دوی څخه یې څو تنو د فوټبال لوبغاړو بیا پرتګال کې پناه واخیسته.
وروسته له هغې چې طالبان افغانستان کې واک ته ورسیدل په ټولنیزو او فرهنګي او ورزشي برخو کې یې محدودیتونه وضع کړل.
قطر: بې تضمينه د کابل هوايي ډګر مسؤليت پر غاړه نه اخلو