د فوټبال اروپايي سيالۍ؛ آلمان له اوکرانه لوبه وگټله
د آلمان د فوټبال لوبډله چي په اورپايي سياليو کي د جام په لاس راوړلو حساب ورباندي کيږي، خپله لومړۍ لوبه وگټله. آلمان خپله لومړۍ لوبه له اوکراين او د همدې گروپ بلي لوبډلي پولنډ بيا له ايرلند څخه يو پر صفر لوبه وگټله.
آلمان ۲ − اوکراین صفر
د يکشنبې په ماښام آلمان (سپيني جامې) له اوکراين سره د ۲۰۱۶م کال د فوټبال د اروپايي لوبو د لومړۍ لوبي له پاره ميدان ته ووت او لوبه ئې دوه پر صفر وگټله.
آلمان ۲ − اوکراین صفر
په ليل لوبغالي کي اکثره نندارچيان د آلمان پلويان ښکارېدل.
آلمان ۲ − اوکراین صفر
د آلمان د لوبډلي مينه وال هيله لري چي لوبډله ئې څلورم وار د اروپا اتله سي. آلمان په ۱۹۷۲، ۱۹۸۰ او ۱۹۹۶ کي د اروپا اتلولي گټلې وه.
آلمان ۲ − اوکراین صفر
د آلمان او اوکراين لوبډلو مينه وال څنگ پر څنگ.
آلمان ۲ − اوکراین صفر
د آلمان فوټبال لوبډلي د لوبي له لومړۍ دقيقې څخه کوښښ کاوه چي سياله لوبډله تر فشار لاندي راولي.
آلمان ۲ − اوکراین صفر
د اوکراين لوبډلي هم له تمه پرته د لوبي د لومړۍ نيمايي په وروستيو شېبو کي د آلمان پر گول سختي حملې وکړې.
آلمان ۲ − اوکراین صفر
د آلمان لوبډلي دفاعي لوبغاړی شکودران مصطفي په ۱۹ دقيقه کي وتوانېد چي تر يوه آزاد شوت وروسته په سر گول ولگوي او لوبه يو پر صفر پخپله گټه روانه کي.
آلمان ۲ − اوکراین صفر
د مصطفي د گول انځور له بلي زاويې.
آلمان ۲ − اوکراین صفر
تر گول وروسته د خوښيو انځور.
آلمان ۲ − اوکراین صفر
د اوکراين فوټبال لوبډلي د آلمان پر گول داسي حملې وکړې چي هيڅ تمه ئې نه کېده. گول ساتونکی مانويل نوير او دفاعيي لوبغاړی ژيروم بوآتينگ ښه وځلېدل.
آلمان ۲ − اوکراین صفر
په دې انځور کي ښکاري چي د آلمانۍ لوبډلي دفاعي لوبغاړي بوآتينگ څرنگه خپل گول وژغوره. هغه په وروستۍ ثانيه کي د گول له کرښي توپ شوټ کړ.
آلمان ۲ − اوکراین صفر
د لوبي لومړۍ نيمايي يو پر صفر د آلمان په گټه تمامه سوه. که له اوکراين سره بخت ياري کړې وای نو کيدای سوای چي لومړۍ نيمايي يو پر يو تمامه سوې وای.
آلمان ۲ − اوکراین صفر
د آلمان لوبډلي دوهمه نيمايي پر ځان باندي په اعتماد سره پيل کړه او د اوکراين لوبډلي ته د لوبي تر وروستيو دقيقو چندان چانس ور نه کړ چي پر گول باندي ئې حمله وکړي، بلکي دوی د سيالي لوبډلي پر گول باندي حملې کولې.
آلمان ۲ − اوکراین صفر
په دوهمه نيمايي کي آلمانۍ لوبډله ډېره پياوړې ښکارېده.
آلمان ۲ − اوکراین صفر
د لوبي په وروستيو پنځو دقيقو کي د آلمان ترينر باستيان ښواين شتايگر ميدان ته ولېږه او هغه نژدې دوې څو دقيقې وروسته گول وواهه، لوبه دوه پر صفر د آلمان په گټه روانه سوه.
آلمان ۲ − اوکراین صفر
ښواين شتايگر د آلمان د ملي لوبډلي په چوکاټ کي خپل وروستی گول پنځه کاله دمخه وهلی وو.
آلمان ۲ − اوکراین صفر
د آلمان د ملي لوبډلي ترينر د خپلو لوبغاړو له لوبي خوښ ښکارېدی.
پولنډ ۱– شمالي ایرلند صفر
د C گروپ بله لوبه د پولند او ايرلند تر منځ وه چي يو پر صفر د پولند (سپين کالي) په گټه تمامه سوه.
پولنډ ۱ – شمالي ایرلند صفر
پولند په ټوله لوبه کي تهاجمي بازي کوله، خو د ايرلند لوبډلي بيا يوه هدف لاره چي خپل گول وساتي.
پولنډ ۱– شمالي ایرلند صفر
د شمالي ايرلند دفاعيي تاکتيک تر ۵۱ دقيقې پوري ښه نتيجه ورکړه، خو وروسته د پولنډ ۷ شماره لوړبغاړي ميليک، د ايرلند دفاع ماته او گول ولگاوه. په دې سره نو پولند هم په C گروپ کي د آلمان په شان لوبه وگټله او دواړي لوبډلي درې درې نمرې لري.