1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فلسطين په مسله کې د آمريکا د متحده ايالتونو پخوانی جمهور رييس جيمی کارتر د سولې او منځگړتيا هڅې کوی

Engelbrecht, Sebastian Tel Aviv (BR) ۱۳۸۷ اردیبهشت ۳, سه‌شنبه

د آمريکا د متحده ايالتونو پخوانی جمهوررييس جيمی کارتر هڅه کوی چی: د نژدی ختيځ په وړاندی د امريکا د متحده ايالتونو د ديپلوماسۍ خاليګاه ډکه کړی۰

https://p.dw.com/p/Dm55
جيمی کارتر او مېرمن يې د ياسر عرافات په قبر باندې د گلو نو گېدئ ږدی
جيمی کارتر او مېرمن يې د ياسر عرافات په قبر باندې د گلو نو گېدئ ږدیانځور: AP

د آمريکا فعلی جمهوررييس بوش ويلی دی چی : دی متيقن دی چی د روان کال تر پايه پوری به د اسراييلو او د فلسطين د خيلواکه اداری تر مينځ دسولی تړون وشی ۰خو بوش پدی پوښتنی باندی چی څنګه دغزی تړانګه چی د حمس تر قدرت لاندی ده پدی سولی کی شاملولای شی سترګی پټوی ۰

خو د هغه په خلاف جيمی کارتر اوس له حمس سره یوو ميز ته کښیناسته ، داسی لکه بوشته چی ښيي چی ، څنګه عمل پايدوکړی ۰کارتر له حماس سره له خبرو څخه وروسته د جمعی او شنبی په ورځو په دمشق کی د حمس له مشر خالد مشال سره کتنه وکړه ۰ کارتر د دوشنبی په ورځ له قاهری اودمشق څخه د حمس پيغام بيت المقدس ته له ځانه سره يووړ ۰

کارتر پدی اړه وايی :دوی ويل چی د۱۹۶۷ کال په پولو کی به د فلسطينی دولت له جوړيدو سره موافقه وکړی اود اسرايیلو دا حق به هم په رسميت وپيژنی چی په سوله کی لدوی سره د ګاونډی هيواد په حيث ژوند وکړی ، پدی شرط چی داسرايیلو دلمړی وزير اولمرت او ، د فلسطينيانو د جمهوررييس عباس تر مينځ معاهده فلسطينيانو ته د رايی د ورکولو لپاره وړاندی شی ، حتی که حمس ددی معاهدی له ځينو ټکو سره موافق هم نوی مخالفت به ورسره ونکړی ۰

د حمس مشر تابه د سولی د نوبل د جايزی د وړنکی جيمی کارتر په لاس معتدلی خبری بيت المقدس ته استولی دی ،خو کارتر ونشو کولای چی داخبری اولمرت ته وکړی ،ځکه اولمرت نغواړی چی له حمس سره سراو کارولری ۰نوکارتر دا څرګندونی دبيت المقدس د داوود پاچا ، په هوټل کی د راغونډو شویو کسانو په مخکی د اسرا يیلو د بهرنی سياست د جرګی په بلنه وکړی او ټولو حاضرينو په هلهلی سره واوريدی

۰کارتر يو ځل بيا د مشال د پيغام اهميت ته ګوته ونيوه اوويی ويل : ددی خبری معنی داده چی حمس به دجمهوررييس عباس دسولی دمعاهدی دکولو دهڅو لاندی کنده ونه کينی ۰ داچی حماس ددی معاهدی په وړاندی هر څنګه دريز غوره کړی ،بيابه هم دامعاهده ومنی ، پدی شرط چی فلسطينی ولس دآذاده رای اخيستنو په ترڅ کی له هغه سره موافًقه وکړی ۰پدی کی داخبره هم شامله ده چی :اسرايیل دفلسطينی ولس تر ځنګ په سوله کی ژوند کولای شی دکارتر لخوا له دغه وړی پيغام سره حمس رښتيا داسراييلو اوفلسطينيانو تر منځ په روانو خبرو اترو کی پښه شامله کړيده ۰ ځکه چی : دفلسطينيانو جمهوررييس عباس په مهمو پوښتنو کی له حمس سره یو والی لری ۰