د فلسطين نکبه څه ته وايي او ولې مهمه ده؟
۱۴۰۳ اردیبهشت ۲۶, چهارشنبهنکبه څه معنا لري؟
عربي کلمه «النکبة» د ناورين يا مصيبت په معنا ده. دغه کلمه په ۱۹۴۸م کال کې د عرب – اسرائيل جګړې په جريان او تر هغه وروسته د فلسطينيانو د ټاټوبي له لاسه ورکولو ته استعماليږي.
داسې انګيرل کیږي چې شا او خوا ۷۰۰ زره کسان له ننني اسرائیل څخه تښتېدلي او يا په زور د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي. ډېر فلسطيني مهاجر تر نن ورځې پورې په بهر کې بې تابعته پاته دي.
د نکبه ورځ څه ته وايي؟
د ۱۹۴۸م کال د می مياشتي پر ۱۵مه د عرب – اسرائيل جګړې د پېل نیټه وه او له ډېرې مودې راهېسې دا هغه ورځ ده چې فلسطينيان پرې د دوی د بې ځايه کولو پر ضد د احتجاج له پاره سړکونو ته راوځي. دوی د فلسطين بیرغونه پورته کړي وي، د خپلو پخوانيو کورونو کيلۍ ورسره وي او يا له ځان سره داسې لوحې ليږدوي چې کيلۍ پرې رسم وي، چې دا بيرته خپلو کورونو ته د ستنېدو او هغه څه چې ټولنه خپل حق بولي هيله څرګندوي.
په ماضي کې دا ډول ځيني احتجاجونه په خونړي اخ و ډب هم اوښتي دي. اسرائيل تور لګوي چې حماس وسله واله ډله او نور سازمانونه چې د اروپايي ټولنې او ځينو نورو هېوادونو له خوا د ترهګریزو سازمانونو په توګه درجه بندي شوي، له دې ورځې د خپلو موخو د پرمخ وړولو له پاره استفاده کوي.
د نکبه ورځې اصطلاح په ۱۹۹۸م کال کې د فلسطينيانو د هغه وخت مشر ياسر عرفات، رامنځته کړه. نوموړي دا ورځ په رسمي توګه د فلسطينيانو د ټاټوبي د لاسه ورکولو د يادون ورځ وټاکله.
ولي فلسطينيان له خپلو سيمو وتلو ته اړ شول؟
د لومړۍ نړيوالې جګړې تر پايه پورې فلسطين د عثماني امپراتورۍ تر سلطې لاندې وو. وروسته د »فلسطين د قيوميت« په نامه د بريتانيا تر کنترول لاندي راغلی. دا هغه موده وه چې په اروپا کې انتي سيميتزم مخ پر زياتيدو وو او له ټولې نړۍ څخه يهودانو دې سيمې ته چې د خپل پلرني وطن په سترګه یې ورته کتل، حرکت وکړ: د اسرائيل ځمکه يا هغه ځمکه چې یهودانو ته یې ژمنه ورکړل شوې وه چې تل يې پکې ژوند کاوه، البته ډېر لږ شمېر يهودان پکې اوسيدل.
په نازي آلمان کې د هولوکاست يا يهودانو د ډله ایزې وژنې تر تجربې وروسته، د فلسطين د ويش په اړه د ملګرو ملتونو يو پلان د دې سازمان په عمومي اسامبله کې تصويب شو. عرب ليګ دا پلان رد کړ، خو د فلسطين له پاره د یهودانو آژانس يې ومانه. د ۱۹۴۸م کال د می مياشتې پر ۱۴نېټه د اسرائيل دولت اعلان شو.
د دې په غبرګون کې د پنځو عربي هېوادونو يوه ائتلاف جنګ اعلان کړ خو دغه ائتلاف په ۱۹۴۹م کال کې له اسرائيل څخه ماته وخوړله.
تر دې جګړې مخکې د ۲۰۰ او ۳۰۰ زرو په منځ کې فلسطينيان لا تللي ول او يا هم د جګړې په ترڅ کې په زور له خپلو سيمو وايستل شول او له ۳۰۰ زرو څخه تر ۴۰۰ زرو پورې فلسطينيان بې ځایه شول. په دې توګه ټولټال شمير یې د ۷۰۰ زرو کسانو په شا او خوا کې اټکل کیږي.
د جګړې په ترڅ کې د عربانو تر ۴۰۰ ډېر کلي ويجاړ شول او دواړو لوريو له بشري حقونو څخه سرغړونې وکړې. په دې کې د دېر ياسين قتل عام هم شامل دی چې تر نن ورځې د فلسطينيانو په حافظه کې شته. دېر ياسين د تل ابيب او یوروشلم ترمنځ پروت يو کلی وو چې هغه وخت پکې لږ تر لږه ۱۰۰ کسان چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل ول، ووژل شول. دا پېښه په پراخه توګه د فلسطينيانو د وېرې سبب شوه او ډېری يې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړل.
خو د جګړې په پای کې اسرائيل د هغه ساحې تقريباً ۴۰ سلنه برخه هم له ځانه سره ساتله چې د ملګرو ملتونو د ۱۹۴۷م کال د ويش د پلان له مخې د فلسطينيانو له پاره په نظر کې نيول شوې وه.
فلسطينيان چيرته ولاړل؟
د فلسطينيانو ډېره برخه یې د بې هېواده يا بې تابعته مهاجرو په توګه په غزې تراډه، د اردن سيند په لویدیځه غاړه او په ګاونډيو عربي هېوادونو کې ميشت شول. يوازې لږه برخه یې دباندې نورو سيمو ته ولاړل.
تر نن ورځې پورې د فلسطينيانو د بل نسل يوازې يوه کوچنۍ برخې د يوه بل هېواد د تابعت له پاره عريضه کړې او يا یې ترلاسه کړی دی. همدا علت دی چې په منځني ختیځ کې دمګړۍ د ميشتو اکثريت ۶،۲ ميليونو فلسطينيانو دريم او څلورم نسل هم بې تابعته پاتې دي.
اوس فلسطينيان چېرته ميشت دي؟
د ملګرو ملتونو د فلسطينيانو د مهاجرو ژمن آژانس «يو ان آر وي ای» په حواله د سيمې ډېر فلسطينيان اوس هم په مهاجر کمپونو کې اوسي چې د وخت په تېريدو دا پنډغالي د مهاجرو پر ښارګوټو اوښتي دي. فلسطينيان تر ډېره په غزې تراډي، د اردن سيند په لویدیځه غاړه، لبنان، سوريه، اردن او د يوروشلم په ختیځ کې ژوند کوي.
په ټوله نړۍ کې له هيواده ليري فلسطينيانو ټولني (چي په انګليسي کي ورته دياسپورا وايي) د ۶ او ۷ ميليون په شا او خوا کې اټکل شوي دي. په دې توګه به د فلسطينيانو ټول شمير د ۱۳ میليونو په شا او خوا کې وي خو دا شمیرې دقيقې نه دي، ځکه په نورو هېوادونو کې د فلسطينيانو د شمير په اړه کره معلومات نه دي راټول شوي.
د فلسطينيانو د ستنېدو حق څه ته وايي؟
په ۱۹۴۸م کال کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د ۱۹۴ نمبر او همدا راز په ۱۹۷۴کې د ۳۲۳۶ نمبر پريکړه ليکونو او د ۱۹۵۱م کال د مهاجرو د وضعيت د کنوانسيون په حواله هغه فلسطينيانو چې فلسطيني مهاجر ګڼل کيږي، د «بيرته ستنېدو حق» لري.
خو اسرائيل د فلسطينيانو د «بيرته ستنېدو حق» نه مني او وايي چې دا د يوه یهودي دولت په توګه د اسرائيل هويت د له منځه وړولو په معنا دی. اسرائيل د فلسطينيانو د بې ځايه کولو مسئوليت هم نه مني او دې ته اشاره کوي چې د ۱۹۴۸م او ۱۹۷۲م کلونو ترمنځ کابو ۸۰۰ زره يهودانو يا خو د مراکش، عراق، مصر، يونس او يمن څخه راايستل شوي او يا هم تېښتې ته مجبور شوي ول.
د دې شخړې د حل له پاره کوم وړاندیزونه شته؟
په تېرو ۷۶ کلونو کې د دې شخړې د حل کولو له پاره بېلا بېلې هڅې شوي. تر ټولو د پام وړ د دوو دولتونو حللاره ده يعني د يوه اسرائيلي او په راتلونکي کې د يوه فلسطيني دولت چې پلازمېنه بيت المقدس (یوروشلم) یې په ترڅ کې پر دوو پلازمېنو وويشل شي. خو دواړو لوريو ته په دې اړه شکونه موجود دي چې دا حللاره به څومره حقيقي وي.
انتقاد کوونکي تل د اردن سيند په لویدیځه غاړه کې د يهودي مينو پر زياتوالي نيوکې کوي چې په دې توګه د فلسطينانو يو متحد قلمرو له منځه ځي.
نور وړاندیزونه د اسرائيل له لوري د فلسطيني مهاجرو په رسميت پيژندل، پرته له راستنېدو د تاوان ورکړه يا په محدوده توګه بیرته میشت کول او په يوه دولت کې د دوو پاسپورټونو سيسټم دی.
خو د اسرائيل او حماس ډلې ترمنځ د غزې جګړې په ترڅ کې چې په ۲۰۲۳م کال کې د اکتوبر مياشتي پر ۷ پر اسرائيل د حماس ترهګریزو بريدونو په نتيجه کې پېل شوې، داسې ښکاري چې يو ملموس حل د تېرو لسیزو په پرتله نور هم لېرې شوی دی.
ب. ص/ ن. ز (Jennifer Holleis)