د فرانسې په کن ښار کې د فيلمونو فیستیوال
د فرانسې په کن ښار کې د می مياشتي له ۱۴ تر ۲۵ نېټې پورې ۲۱ فيلمونه اروزنې ته وړاندې کيږي. بايد انتظار وکړو او وګورو چې څوک به جايزه ګټي.
د فيستيوال پرانیستنه د " مړي نه مري" په فيلم وشوه
په کن کې د فيلمونو فيستیوال د یو کمیدي فيلم چې نوم يې "مړي نه مري" په نندارې سره پرانیستل شو. دغه فيلم د امريکای کارګردان جیم جارموش چې په خپل روايت سره د بشري ژوند له پاي څخه حکایت کوي. کله چې د (زامبیانو) مړي له قبرونو څخه راوځي د ښار پوليس او د هغه زوي آدام دريور سره يوځای کوښښ کوي، د کوچني ښار د نظم ساتنه وکړي.
د کن په سوررنګه فرش ګلشيفته فراهاني
د ايران پيژندل شوي هنرمنده،(مړي نه مري) په نامه فلم کې. د فلم نندارې په مراسمو کي چې دغه فلم د جيم جارموش په کارګردانۍ سره د ۲۰۱۹م کال کې د فيستيوال د پيلامې په توګه نندارې ته وړاندې شو. ګلشيفته فراهانې په ۲۰۱۶م کال کې د (پيترسون) فلم کې د جارموش په کارګردانۍ سره نقش ولوبوو چې دغه فلم په فيستيوال کي ښه بريا تر لاسه کړه.
په هالیوود کې ورځ او روزګار
" په هاليوود کې ورځ او روزګار" د کونتين تارانتینو نوی فيلم دی چې حالات يې د ۱۹۶۰مي لسیزې ته ورګرزي. ليوناردو ديکاپريو او برد پيټ په دغه فيلم کې اصلې نقش ادا کړی.
درد او شکايت
پدرو المودووار د رقابتي فيلمونو په برخه کې يو له پخوانيو او پيژندل شويو څيرو څخه ګڼل کيږي. دغه اسپانوي کارګردان د "درد او شکايت" په نامه فلم سره يې دا ځلې خپل يو شخصي فلم نندارې ته وړاندې کړې. آنتونيو باندراس او پنه لوپه کروز د دغه فيلم دوه اصلي لوبغاړي دي.
"ځوان احمد"
بلجيمي ورونه ژان پیر او لوک داردن، هم د کن فستيوال له ثابتو ميلمنو څخه دي. د "ځوان احمد" د فلم موضوع د يو مسلمان ۱۳ کلن ځوان افراطي توب ته د هغه علاقه ده چې د خپلو ارمانونو او د يني بنسټ د ويناو ترمنځ لاره ترې ورکه ده.
يو پټ ژوند
آمريکايي کارګردان ترنس ملیک چې په ۲۰۱۱م کال کې د خپل فيلم "د ژوند ونه" کې يې له سروزرو جوړه د خرما کوچنۍ ونه ګټلې وه، دا ځلې هم په بل فيلم سره چې"پټ ژوند" نوميږي، د کن دغه فيستيوال ته راغلې دې. د دغه فيلم موضوع د واقعي پيښو پر اساس جوړه شوې او د يوه اتريشي کروندګر د ژوند کيسه ده چې له رژيم سره د مخالفت له کبله د عسکرۍ دورې له خدمت څخه سرغړونه کوي او په پاي کې د نازيانو په لاس وژل کيږي.
راکتمن؛ د التون جان د ژوند کيسه
په کن کې د فيلمونو په فيستيوال کې دود دی چې د رقابتي فلمونو څخه بهر، ځيني غوره فيلمونه هم نندارې ته وړاندې کيږي. دا ځلې ټول په ډير شوق سره د "راکتمن" فيلم نندارې ته انتظار کوي چې د دکستر فلچر اثر، کارګردان او لوبغاړي يې برتانويان دي.
د ښځو کمرنګه حضور
سږکال يوازي څلورو فيلم جوړونکو ښځو دغه فيستيوال ته لاره موندلې ده. د دغه فيستيوال په ۷۰ کلن تاريخ کې مټي ديوپ لومړنۍ تورپوستې ښځه ده چې د کن په سيالیو کې برخه اخيستې. له هغې څخه هم يو فلم نندارې ته وړاندې کيږي. دغه فرانسوي ـ سینګالي، کارګردانه او هنري لوبغاړي د "آتلانتیک" په نامه د يو ځوان افريقاي سړې تيښته د اروپا پر لور په ډاکار کې د نورو پاته شويو ښځو له نظره را اخيستې ده.
له سروزرو جوړه خرما ونه
د فرانسي مشهور لوبغاړې ۸۳ کلن الن دولن، چې پرته له شکه د سینما په تاریخ کې يو غوره لوبغاړی دی، د ده د هنري فعالیتونو له کبله د سږ کال کن په فيستیوال کې له سروزرو جوړه خرما کوچنۍ وني جايزې ته نومول شوی. داسي يوه موضوع چې ډيره هم په زړه پورې نه وه. دغه نامتو لوبغاړی چې په دې وروستیو کې د فرانسې ښی اړخه ګوند "ملي جبهه" څخه د ملاتړ له کبله تر سختو نيوکو لاندې راغلی.
د کن غوره کسانو د هيئت ریس
که څه هم د کن سور فرش په رسنيو کې توده موضوع ده، خو په حقيقت کي دا فيلمونه دي چې د پاملرنې وړ ګرځي. د کن فيستيوال د ارزوني هيئت د اسکار جايزي ګټونکې الخاندرو گونزالز اینیاریتو په مشرتوب د فيلم جوړونکو د اثارو له څيړلو څخه وروسته په پاې کې د مۍ مياشتې پر ۲۵ نيټه ګټونکي اعلانوي.
د کن ښار هنري فيستيوال هرکال له ۱۹۴۶م نه تر اوسه پوري په می مياشت کې د ۱۲ ورځو له پاره د نړۍ د هنرمندانو او هنري ستورو کوربه وې. د دغه فسيتيوال دوه اويايمه دوره د سه شنبې په ورځ پيل شوه.له سروزرو جوړه د خرما ونه د دغه فستيوال جايزه ده چې د سینما يوه قيمتي جايزه گڼل کيږي. سږکال د دغه فيستوال پوستر د واردا په نامه فرانسوۍ فلم جوړونکي چې په دې وروستيو کې له دې نړۍ سترګې پټې کړي پرې انځور شوې.