د فرانسې د ولسمشرۍ يولس کانديدان څوک دي؟
انځورونه: کيڼ اړخي لرليد لرونکي، معتبر اقتصادي ليبرال اشخاص او محافظه کاره ملت پال کسان، دغسې کانديدان د فرانسې ولسمشرۍ ته ولاړ دي. دويچه ويله يولس واړه کانديدان درپېژني.
بريالی ځوان
امانوېل ماکرون د اليزې ماڼۍ په لور تر ټولو زيات چانس لري. هغه د «ان مارش» خوځښت مشر دی چې د کارځايونو، بې کارۍ د بيمې او تقاعد په سيستم کې د اصلاحاتو ژمنه کوي. دغه پخوانی د پانګونو بانکر ځان ليبرال او اروپا پلوی بولي.
ښي اړخې عوام پاله چې ځان يې رسولی دی
لومړی فرانسه، دا د مارين لې پېن غير رسمي شعار بلل کېدای شي. هغه په هرې راڅرګندېدنې سره عين موضوعات يادوي: د سرحداتو تړل، له اروپايي ټولنې وتل او د سوداګرۍ آزادي محدودول. دغه ښي اړخې ولس پارونکې کانديده د نظرپوښتنو له مخې شل سلنه رايې خپلولی شي.
د افتضاه کانديد
د څو مياشتو په ترڅ کې فرانسوا فيلون له يوه محافظه کار پاک سياستوال څخه د رسوايۍ او افتضاه په کانديد بدل شو. په دغه جمهوري پال سياستوال باندې تور پورې شوی چې خپلې ښځې ته يې تش په نوم دنده ورکړې وه او دا چې د څو زرو يورو په قيمت يې دريشۍ د ډالۍ په توګه منلې دي.
محبوب انقلابي
د قناعت ورکوونکو ويناو د لارې ژن لوک مېلنشون، په دغو انتخاباتي منډو تړرو کې د خلکو زړونه وګټل. هغه په خپلو خبرو کې د داسې يوې ټولنې تصور وړاندې کوي چې جګړه، استثمار او د وسلو تجارت پکې نه وي. که اروپا د ده په خبره دغه خيال ته چمتو نه وي، نو دی غواړي چې فرانسه دې له اروپايي ټولنې ووځي يعنې «فرېکسيټ» وکړي.
بې چانسه کانديد
بېنوا هامون غوښتل چې له حاکم ولسمشر او خپل ګوندي ملګري، فرانسوا اولاند، څخه فاصله ونيسي. خو د کيڼ اړخو دريځونو له کبله د ده محبوبيت اوس په نظر پوښتنو کې خورا ټيټ شوی دی.
د ګوليستانو مخکښ
نيکولا دوپون اينان له ښي اړخه پر څلورو مخکښو کانديدانو لفظي بريدونه کوي. د شارل دې ګول په دود دی يوه خپلواکه فرانسه غواړي. دا په يوويشتمه پېړۍ کې دا معنی لري چې له اروپا سره لږ پيوستون، خپلواک بهرنی سياست او د اقتصادي چارو زيات کنترول.
تلپاته کانديد
ژاک چېميناد په دريم ځل د فرانسې ولسمشرۍ ته کانديديږي. چېميناد غواړي چې فرانسه دې له نړيوال مالي سيستم څخه بېلتون ايجاد کړي، له اروپايي ټولنې ووځي او د يورو پولي واحد هم له لاسه ورکړي.
د سړې سينې خاوند
په تلويزيوني مناظرو او مناقشو کې ژن لاسال خپل اصل نه پټوي. د فرانسې د جنوب لويديځ په لهجې هغه د دغه هېواد د اطرافيانو ننګه کوي. د هغه اصلي غوښتنه دا ده چې زراعت ته دې زياتې پيسې بېلې شي. پرته له دې دغه خپلواک کانديد له منځلاري سياست څخه استازيتوب کوي.
ملت پال ناسيوناليست
فرانسوا اسېلينو، نه ځان ښي اړخی او نه ځان کيڼ اړخی ګڼي. خو د ملت پالنې په برخه کې هغه له مارين لې پېن څخه حتی مخکې کيږي. نوموړی ۵۹ غواړي چې هېواد يې له اروپايي ټولنې، ناټو او د يورو له پولي واحد سره مخه ښه وکړي.
د کارګرانو مبارزه
ناتالي ارتهو د فرانسې د کارګرانو غږ بلل کيږي. د هغې د کيڼ اړخي «لوت اورير» يا په پښتو: «د کارګرانو مبارزه» په نوم د ګوند کړنلاره سوسياليستي ده. د ۲۰۱۲ کال په ولسمشريزو انتخاباتو کې يې نيمه سلنه رايې خپلې کړې وې.
د کاپيتاليزم يا پانګوالۍ ضد نوماند
دغه سړی هم ادعا کوي چې د فرانسې د کارګرانو غږ دی. فيليپ پوتو د «پانګوالۍ ضد نوي ګوند» کانديد دی چې د ناتالي ارتهو له کړنلارې سره چندان توپير نه لري او د هغې په څېر ډېر چانس هم نه لري چې د اليزې ماڼۍ ته لاره ومومي.