د فرانسې د سینما افسانوي ستوری آلن دلون ومړ
۱۴۰۳ مرداد ۲۸, یکشنبهد آلن دلون دریو بچیانو آلن فابین، انوشکا او انتوني، د یکشنبې په سهار (د ۲۰۲۴ کال د اگست ۱۸مه) فرانسې خبري آژانس ته په یوه ګډه خبر پاڼه کې ویلي چې دسینما افسانوي ستوری « د پاریس په سویل کې په خپل کور کې د ۸۸ کلونو په عمر مړ شو.»د هغه کورنۍ غوښتنه کړې چې «په دې لوی غم او دردونکې وخت کې دې» د دوی خصوصي حریم ته درناوی وشي.دغه ممثل له څو مغزي سکتو وروسته په روغتون کې بستر شو. د هغه درې بچیانو له میاشتو په دې بحث کوه چې پلار یې چیرته او څنګه تر درملنې لاندې وي.
په وروستیو کې د دلون حقوقي ملاتړي چې وړاندې یې د نوموړي طبي مسولیت درلوده مالي مسولیت هم واخیسته.
آلن دلون په ۶۰ او ۷۰ کلونو کې له رومي شنایډر سره په «پول» او د ژان پال بیلموندو سره «بورسالینو» او له لوچینو ویسکونټي سره په « پړانګ» په څیر فلمونو سره مشهور شو.
په ۲۰۱۹ کې، هغه د کن فلم فستیوال کې د خپل هنري کار لپاره د طلایي ونې جایزه واخیسته.
Rsh/Aj/zn/aa (AFP)