د عراق په شمال کې شپږ ترکي سرتیري وژل شوي
۱۴۰۲ دی ۲۳, شنبهد ترکیې دفاع وزارت ویلي دي چې یو شمیر سرتیري یې له «ترهګرو» سره په جګړه کې چې غوښتل یې د عراق په شمال کې میتینا ته نږدې د دوی پر پوځي اډې برید وکړي وژل شوي دي. د فرانسې خبري آژانس لیکلي دي چې په دې برید کې شپږ تنه ترکي عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او اووه تنه نور ټپیان شوي دي. خو د المان خبري آژانس بیا د ۹ ترکي سرتیرو د وژل کیدو او ۴ د ټپي کیدو خبر ورکړی دی.
د ترکیې «ان ټي وي» خصوصي تلویزوني شبکې رپوټ ورکړی دی چې احتمالاً برید کوونکي د «پي کې کې» یعنې د کردستان کارګر منع کړای شوي ګوند غړي ول. ترکي ځواکونو د دغه برید په غبرګون کې په سیمه کې عملیات پیل کړي دي.
د ترکیې د جمهوري ریاست دفتر د شنبې په ورځ د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ یوه امنیتي غونډه را بللې ده. تمه کیږي چې د دفاع وزیر یاشار ګولر، د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان او کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا سربیره د پوځ او استخباراتي سازمان استازي هم د استانبول په دې غونډه کې ګډون وکړي.
د ترکیې دفاع وزارت اعلان کړی دی چې د ترکیې هوایي بریدونو په عراق او د سوریې په شمال کې د «پي کې کې» شکمن سنګرونه نړولي دي.
نوموړي وزارت په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي دي چې د توپخاني په ملاتړ هوایي عملیاتو نفتي تاسیسات او پوځي مرکزونه یا اډې په نښه کړي دي.
د توسعي او عدالت واکمن ګوند او «د ترکیې ولسي جمهوري» په نوم د اپوزیسیون اصلي ګوند د دغو سرتیرو د وژل کیدو په غبرګون کې په مارچ میاشت کې د سیمه ایزو ټاکنو له پاره د خپلو نوماندانو معرفي کول چې ټاکل شوې وه د اونۍ په پای کې به یې اعلانوي ځنډولي دي.
د «پي کې کې» یا کردستان کارګر منع کړای شوی ګوند له ۱۹۸۴ م کال راهیسې د ترکیې د دولت پر وړاندې جنګیږي او د انقري او لویدیځ متحدینو له خوا د ترهګریز سازمان په توګه طبقه بندي شوی دی. په دغو نښتو کې تر اوسه پورې لسګونه زره انسانان وژل شوي دي.
ترکي ځواکونو د «پي کې کې» ګوند د عراق داخل ته په شا تمبولی دی او د عراق په شمال کې په پرله پسې ډول د دوی پر سنګرونو بریدونه کوي.
آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا