د عراق له زندانونو ۲۵ افغانان خوشې شول
۱۴۰۳ مهر ۲۱, شنبهاعلان
د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د شنبې په ورځ ( د اوکتوبر دوولسمه) په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې دغه کسان د جمعې په ورځ له ایران څخه د نیمروز د پولې له لارې افغانستان ته راستانه شول.
په دې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دغه کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله د شپږو مياشتو لپاره د عراق په بېلابېلو ولايتونو کې په بند محکوم شوي وو. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي چې دا کسان ولې عراق ته تللي و او هلته یې څه کار کوه.
د طالبانو د زندانونو د چارو د ادارې د شمېرو پر بنسټ، له ۸زرو څخه تر ۹زره پورې افغانان په ګاونډیو هېوادونو کې بندیان دي، چې ډېری یې په ایران کې دي.
دغه اداره وايي، شاوخوا ۲۵ افغانان په چين او يو شمېر يې په تاجکستان، روسيې، ازبکستان، ترکيې،پاکستان، سعودي عربستان او ځينو نورو هېوادونو کې بنديان دي.