د عراق د کردستان د خپلواکۍ په هکله ټولپوښتنه پېل شوه
د ترکیې، ایران او عراق د دولتونو پر ګواښونو سربیره هم د عراق د کردستان سیمي چارواکو د دوشنبې په ورځ (د سپتمبر ۲۵) د خپلواکۍ په هکله ټولپوښتنه پیل کړه. نن او پرون ته یوه کتنه.
د ترکیې، ایران او عراق د دولتونو پر ګواښونو سربیره هم د عراق د کردستان د خپلواکمني سیمې چارواکو د دوشنبې په ورځ (د سپتمبر ۲۵) د خپلواکۍ په هکله ټولپوښتنه پیل کړه. مسعود بارزاني د ریفرنډم یا ټولپوښتنې طرحه د ۲۰۱۴م کال په جولای میاشت کې اعلان کړې وه.
په۱۹۹۱م کال کې د عراقي ځواکونو له لوري پر کویت یرغل او د هغې نیول د امریکا متحدو ایالاتو په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو له عملیاتو سره مخامخ شوه. عراقي ځواکونه په مارچ میاشت کې له کویت څخه وایستل شول.
په کویت کې د عراقي ځواکونو تر ماتې وروسته، د صدام حسن د دولت مدافع کردي ملیشه د کردستان د دیموکرات ګوند او کردستان د وطنپالي اتحاديې سره یو ځای شول. د ائتلافي ځواکونو د عملیاتو پای او پر کرد میشته سیمو د عراقي ځواکونو یرغل د یو نیم میلیون کردانو د تیښتې سبب شو.
په داسې حال کې چې ترکیې خپلې پولې تړلې وې، د۱۹۹۱م کال په لومړیو کې ائتلافي ځواکونو د عراق په شمال کې (د ۳۶ درجې پر مدار باندې) د الوتونو له پاره منع کړی شوی قلمرو اعلان کړ، څو پر کردانو د عراقي ځواکونو د بریدونو مخه ونیول شي. له هغه وخت راهیسي د چارو اداره، د سیمې د کردي اوسیدونکي لاس ته ولویده.
په داسې حال کې چې له بغداد سره د دیموکرات ګوند او د وطنپالې اتحادیې د خپلواکمنۍ پر سر خبري کولې، د کرد پیشمرګه د ۱۹۹۱م کال په جولای میاشت د اربیل او سلیمانیه ښارونه ونیولې او د همدغه کال په اکتوبر میاشت کې د صدام حسین د حکومت او پیشمرګه تر منځ بله جګړه پیل شوه. د کردستان د لارو د بندیدو له کبله د عراقي ځواکونو په کلابندۍ کې راګیر شو.
د عراق په شمال کې چې د کردانو تر کنترول لاندي سیمو کې د ۱۹۹۲م کال په می میاشت کومې ټاکنې تر سره شوې دیموکرات ګوند ۵۱ سلنه او د کردستان وطنپاله اتحادیې ۴۹ سلنه رای خپلې کړې. د همدغه کال په سپتمبر میاشت کې د عراق ملي کنګره چې د صدام د مخالفو ډلو له لوري جوړه شوې وه په صلاح الدین کې غونډه وکړه.
د ۱۹۹۴م کال کې په می میاشتې کې د دیموکرات ګوند او وطنپالې اتحادیې تر منځ نښتې تر هغه وخته پورې په کورنۍ جګړې واوښتي چې مسعود بارزاني له صدام حسین څخه د مرستې غوښتنه وکړه. د دموکرات ګوند ځواکونو د صدام حسین د ځواک په مرسته د اربیل او سلیمانیه ښارونو څخه د طالباني په مشرۍ د وطنپالې اتحاديې ځواکونه وایستل او په اربیل کې نوې اداره مستقره شوه.
ملګري ملتونه د ۱۹۹۶م کال په می میاشتې د عراق له دولت سره د «خوړو له پاره د تیلو» د پلورلو پر طرحې توافق ته ورسیدل او وپیتل شوه چې د تیلو د عاید ۱۳ سلنه د کردانو تر کنترول لاندې ولایتونو په اختیار کې ورکړل شي.
جلال طالباني او مسعود بارزاني د ۱۹۹۸م کال په سپتمبر میاشتې کې په واشنګټن کې د دیموکرات ګوند او وطنپاله اتحادیې تر منځ د سولې تړون لاسلیک کړ.
په نیویارک کې د القاعدې ترهګرې شبکې له لوري د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر میاشتې په یوولسمه نیټه پر سوداګریزو ودانیو باندې له برید سره همهاله، د وطنپالې اتحادیې او جندالاسلام ډلې د ځواکونو تر منځ نښتې پيل شوې. دغه ډله بیا وروسته په انصار الاسلام باندې واوښته. د سپتمبر د ۱۱ نیټې د یرغل وروسته په افغانستان کې د متحدو ایالاتو پوځي عملیات پېل شول او پر عراق باندې د ائتلافي ځواکونو د حملې بحثونو هم زور واخیست.
د متحدو ایالاتو په مشرۍ ائتلافي ځواکونو د ۲۰۰۳م کال د مارچ میاشتې په ۲۰ نیټه پر عراق باندې یرغل وکړ او د بغداد په شمول د یو شمیر نورو ښارونو د بمبارولو لړۍ پيل شوه او د صدام حسین حکومت رانسکور شو. په همدغه وخت کې وطنپالې اتحادیې او دیموکرات ګوند د کردانو تر ولکې لاندې سیمو کې «ګډه عالي رهبري» رامنځ ته کړه چې مشري د دواړو ګوندونو مشران مسعود بارزاني او جلال طالباني کوله.
د صدام تر واکمنۍ وروسته موده کې په لومړنیو ټاکنو کې د کردي ګوندونو ائتلاف پر دې وتوانید چې د عراق په عمومي ټاکنو کې دوهم ځای خپل کړي او د ۲۰۰۵م کال په جنورۍ میاشتې کې لنډمهالې ولسي جرګې ته خپل ۷۷ استازي واستوي.
لنډمهاله ولسي جرګې د ۲۰۰۵م کال په اپریل میاشتې کې جلال طالباني، د هیواد د مؤقتي جمهور رئيس په توګه وټاکه.
په ۲۰۰۵م کال کې په کرد میشتو سیمو کې د تیلو د سترو زیرمو د موندل کیدو رپوټونه ورکړل شول. د ۲۰۰۶م کال له نیمایي راهیسې پر دولتي ودانیو د عراق د بیرغ ځای د کردستان بیرغ ونیوه. او د ۲۰۰۷م کال په می میاشتط کې د کردستان خپلواکمنې ادارې د درو کرد میشتو ولایتونو کنترول له امریکايي ځواکونو تر لاسه کړ.
د ۲۰۱۴م کال په جولای میاشتې کې مسعود بارزاني د کردستان د خپلواکۍ په هکله د ریفرنډم طرحه چې په پام کې وه هماغه کال تر سره شي اعلان کړه. هغه خپلواکي یو «طبیعي حق» یاد کړ. د ۲۰۱۷م کال په جون میاشتې په یوه غونډه کې د سپتمبر ۲۵مه د ټولپوښتنې نیټه اعلان شوه. د روان میلادي کال په ستمبر میاشتې کې د کردستان سیمې پارلمان چې له دوو کلونو راهیسې ځنډیدلی وو بیا پرانستل شو، چې دغه ټولپوښتنه تائید کړي.