1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيجنوبي افریقا

د عدالت نړېواله محکمه؛ اسرائيل د «نسل وژنې» ادعا رد کړه

۱۴۰۲ دی ۲۲, جمعه

اسرائيل د عدالت په نړېواله محکمه کې په غزه کې د حماس پر ضد جګړه کې د «نسل وژنې» د ارتکاب ادعا رد کړې او ويلي يې دي چې دغه ادعاوې د غزې په جګړه کې د واقعیتونو ښکارندويي نه کوي.

https://p.dw.com/p/4bAv8
د هالند په هاله یا دنهاګ کې د جزا نړېواله محکمه - د ۲۰۲۴م کال د جنوري ۱۱مه - REMKO DE WAAL/ANP/AFP/Getty Images
د هالند په هاله یا دنهاګ کې د جزا نړېواله محکمه - د ۲۰۲۴م کال د جنوري ۱۱مه / REMKO DE WAAL/ANP/AFP/Getty Imagesانځور: REMKO DE WAAL/ANP/AFP/Getty Images

جنوبي افریقا دعدالت په نړېواله محکمه کې د يوې عاجلې دوسيې په درج کولو سره ادعا کړې چې اسرائيل د غزې تړانګه کې د حماس پر ضد جګړه کې د نسل وژنې په تړاو د ملګرو ملتونو کنوانسیون نقض کړی دی. دغه هېواد د پنجشنبې په ورځ د خپلې ادعا شواهد دغې نړېوالې محکمې ته وړاندې کړل.

خو د اسرائيل د بهرنيو چارو وزارت حقوقي سلاکار، تال بکر، ويلي دي چې جنوبي افریقا «په تاسف کونکي شکل په شديده توګه تحریف شوی حقوقي او حقیقي انځور محکمې ته وړاندې کړی دی.»

بکر زیاته کړې چې په غزې تړانګه کې د اسرائيل اقدامات، له حماس او «نورو تروریستي سازمانونو» څخه د ځان د دفاع له پاره دي.

د اسرائيل د بهرنيو چارو وزارت حقوقي سلاکار په دنهاک کې د جزا نړېوالې محکمې ته وويل: «که چېرته د نسل وژنې اقدامات شوي وي، نو دغه اقدام د اسرائيل پر ضد شوي دي.»

په غزې تړانګه کې د جګړې يو انځور/ Khaled Omar/Xinhua/picture alliance
په غزې تړانګه کې د جګړې يو انځور / Khaled Omar/Xinhua/picture allianceانځور: Khaled Omar/Xinhua/picture alliance

جنوبي افریقا ويلي دي چې د ملګرو ملتونو د عدالت له نړېوالې محکمې څخه غواړي چې پر اسرائيل فشار راوړي تر څو په غزې تړانګه کې خپل پوځي عملیات «فوراً» ودروي، کوم ېې چې د حماس د اکتوبر ۷مې تروریستي حملې وروسته په لاره اچولي دي.

بکر زیاته کړې چې «متقاضي [له دغه درخواست سره] هڅه کوي تر څو د اسرائيل له ځانه څخه د دفاع اساسي حق سلب کړي... او اسرائيل بې دفاع پرېږي.»

د اسرائيل د خارجه وزارت حقوقي مشاور د خپلو خبرو په ادامه وويل: «اسرائيل د حماس پر ضد په دفاعي جګړه کې قرار لري، نه د فلسطین د خلکو پر ضد، تر څو د دې ډاډ ترلاسه کړي چې هغوی (حماس) نه بريالی کيږي.»

اسرائيل وايي په غزې تړانګه کې د اسرائيل اقدامات، له حماس او «نورو تروریستي سازمانونو» څخه د ځان د دفاع له پاره دي
اسرائيل وايي په غزې تړانګه کې د اسرائيل اقدامات، له حماس او «نورو تروریستي سازمانونو» څخه د ځان د دفاع له پاره ديانځور: Israel Defense Forces via REUTERS

هغه زیاته کړه: «د نسل وژنې کلیدي عنصر، د ټولو خلکو او یا د یوه برخه خلکو د نابودۍ اراده ده، چې اصلا شتون نه لري.»

دغه محکمه به د جنوبي افریقا د دغه فوري درخواست په هکله د روانې مياشتې په پای کې حکم صادر کړي.

حماس د امریکا متحده ایالاتو، آلمان، اروپايي اتحادېې او زیات شمېر نورو هېوادونو له خوا د یو تروريستی سازمان په توګه درجه بندي شوی دی. دغې ډلې د تېرکال د اکتوبر په ۷مه پر اسرائيل حمله وکړه چې په ترڅ کې یې له ۱۱۰۰ ډېر کسان چې اکثریت ېې ملکیان ول، ووژل.

Af/na/pa/mks/bs/ (AP, AFP, Reuters, dpa)

له آرشیف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل