د طالبانو په واکمنۍ کي د کانونو وضعیت څه ډول دی؟
۱۴۰۱ مهر ۶, چهارشنبهد طالبانو د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال په ننګرهار او کونړ کې د نیفرایټ کانونه، په لوګر، کندهار او زابل کې د کرومایټ کان، په کندهار، اروزګان او بادغیس ولایتونو کې د فلورایډ او په هلمند او وردګ کي د مرمر ډبرو د استخراج کار شرکتونه کوي..
د کانونو وزارت ویاند عصمت الله برهان دویچه ویله ته وویل: «اوس ۶۵۰ واړه او لوی کانونه تړون ته چمتو دي او له ۱۸۰ کانونو استخراج روان دی.
هغه وويل، سږ کال د افغانستان د کانونو د استخراج له لاري ۱۴ميليارده افغانۍ عوايد راټول شوي، په داسې حال کې چې تېر کال دغه شمېره ١١١ ميليونه افغانۍ وې.
خو په افغانستان کې د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، تر هغه چې طالبان د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت ونه پېژندل شي او اساسي قانون و نه مني، د کانونو د استخراج او قراردادونو د پلې کیدو بهیر به د روڼتیا د نشتوالي له امله د منلو وړ نه وي.
آیا روسیه د افغانستان په کانونو کې پانګونې ته لېواله ده؟
په افغانستان کې د اقتصادي چارو یو کارپوه سردار احمد يکتن وايي: «طالبان سیاسي او قانوني مشروعیت نه لري او هیڅ هیواد دغه ډله په رسمیت نه پیژني. د کانونو د استخراج تړونونه تر ډېره کورنیو شرکتونو ته ورکول کېږي او د هغو اړيکو پر اساس چې د طالبانو او دغو شرکتونو د مسئولانو ترمینځ شته د کانونو د استخراج پروسه ترسره کېږي او په دې منځ کې ډېري پیسې حيف او ميل کېږي.»
د اقتصادي چارو يو بل کارپوه وحید ایوبي وويل: «د نظارت نشتوالی او د کانونو د استخراج د څرنګوالي په برخه کې د معیاري سیسټم نه شتون د دې لامل شوی چې طالبان له دې اړخه میلیاردونه افغانۍ ترلاسه او خپلو جنګي پلانونو په برخه کي ېې ولګوي.»
خو طالبان وايي چې له اداري فساد سره مبارزه او په تړونونو کې ړونتیا د دوی لومړیتوب دی. د دغي ډلي د کانونو وزارت ویاند عصمت الله برهان دویچه ویله ته وویل: «د طالبانو ادارې د تړونونو د ړونتیا له پاره ځانګړي قوانین او مقررات پلي کړي، تر څو له یوې خوا دغه تړونونه په اسانۍ سره پلي او له بلې خوا د فساد او بروکراسۍ مخه ونیول شي.»
برهان دا هم وويل، چې په تړونونو کې د محلي واکمنو او زورواکانو لاسوهنې چې پخوا يې ډېري ستونزي پيښي کړي وې اوس يې مخه نیول شوې ده او د کورنيو او بهرنيو شرکتونو لېوالتيا يې راجلب کړې ده.
ننګرهار: د شوکاڼي کان مالکان د جلغوزو ځنګلونه پرې کوي
په ورته وخت کې یو شمېر قومي مخور د کانونو له ټیټ کیفیت څخه شکایت کوي.
د بادغیس ولایت یوه قومي مشر حاجي زمري دويچه ويله ته وويل : «په دې ولایت کې د فلورایډ ډبرې کیفیت خورا ټیټ دی او د استخراج پروسه ېې معیاري نه ده.»
خو هغه شرکتونه چې په افغانستان کې يې قراردادونه کړي دي، مسوولین يې وايي چې هڅه کوي چې د وخت په تېرېدو سره د د کانونو د استخراجکیفیت او کمیت لوړ کړي.
د بادغیس ولایت د فلورایټ کان د را ایستلو شرکت مسؤل مجیب فروتن وويل: «هره ورځ له دې کان څخه له ۲۰تر ۳۰ کیلو ګرامه پوري فلورایډ ډبره استخراج کېږي، خو د ډبرو کیفیت ښه نه میانه دی، ځکه موږ د استخراج په لومړنۍ مرحله کې يو او هڅه کوو چې ورځ تر بلي د استخراج اندازه زیاته او د کار کیفیت لوړ لوړ کړو.»
د بادغیس ولایت د کانونو ریاست له قراردادي شرکت څخه د هر ټن فلورایډ ډبرې د استخراج پرمهال دوه میلیونه افغانۍ عاید ترلاسه کوي.
باید وویل شي چې په افغانستان کې د څلورو لسیزو جګړو له امله په دې هیواد کي لاهم د ميلیاردونو ډالرو په ارزښت لاس نه خوړلې زیرمي پرتې دي چې د کارپوهانو په خبره که د دغو کانونو استخراج ته شفافه او قانوني لاره پیدا شي له یوې خوا به زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي او له بلې خوا به د هیواد په اقتصادي پرمختګ او ځان بساینې کي رغند رول ولري.