د طالبانو په سرپرسته کابینه کې کوم کسان شامل دي؟
۱۴۰۰ شهریور ۱۶, سهشنبهپه قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر، چې له امریکا متحده ایالاتو سره یې تړون لاسلیک کړی وو د رئیس الوزرا مرستیال ټاکل شوی. مولوي عبدالسلام د رئیس الوزرا یا د کابینې د مشر بل مرستیال دی.
د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني، د کورنیو چارو وزارت سرپرست، د طالبانو د بنسټ ایښودونکي ملا عمر زوی ملا محمد یعقوب، د دفاع وزارت سرپرست او مولوي امیر خان متقي د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې دغه پریکړه «د اړینو حکومتي چارو د پرمخ بیولو په منظور » شوې ده او دا چې د پاتې وزارتونو او اړونده ادارو مشران به تر زیات غور وروسته اعلان شي. هغه کسان چې د وزارتونو او ادارو د سرپرستانو په توګه ټاکل شوي، د طالبانو سابقه لرونکي کسان دي.
ذبیح الله مجاهد د سرپرستانو د لېست د معرفي کولو پر مهال وویل چې دغه ټاکنې زیاتره سیاسي دي او تر ارزونې وروسته به مسلکي کسان د اداراتو او وزارتونو د مرستیالانو په توګه وټاکل شي. تر دې دمخه طالبانو ویلي وو چې د «ټولشموله حکومت» د جوړیدو په لټه کې دي، خو ټاکل شوي ټول کسان د دوی د ډلې غړي دي.
د طالبانو د سرپرستې کابینې غړي:
-
ملا محمد حسن آخند، د ریاستالوزرا سرپرست
-
ملا عبدالغنی برادر، د ریاستالوزرا مرستیا
-
مولوي عبدالسلام حنفي، د ریاستالوزرا مرستیا
-
مولوي محمد یعقوب مجاهد، د دفاع وزارت سرپرست
-
ملا سراج الدین حقاني، د کورنیو چارو وزارت سرپرست
-
مولوي امیرخان متقي، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست
-
ملا هدایتالله بدري، د مالیې وزارت وزارت سرپرست
-
شیخ مولوي نورالله منیر، د معارف وزارت سرپرست
-
خیرالله خیرخواه، د اطلاعات او کلتور وزارت سرپرست
-
قاري دین محمد حنیف، د اقتصاد وزارت سرپرست
-
شیخ مولوي نور محمد ثاقب، د حج و اوقاف وزارت سرپرست
-
مولوي عبدالحکیم شرعي، د عدلیې وزارت سرپرست
-
ملا نورالله نوري، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست
-
ملا محمد یونس آخندزاده، د کلیو بیا رغاونې او پراختیا وزارت سرپرست
-
شیخ محمد خالد، د دعوت او ارشا، امر بالمعروف او النهې عن المنکر وزارت سرپرست
-
ملا عبدالمنان عمري، د ټولګټو وزارت سرپرست
-
حاجي ملا محمد عیسی آخند، د معادن او پترولیم وزارت سرپرست
-
ملا عبدالطیف منصور، د اوبو او بریښنا وزارت سرپرست
-
ملا حمیدالله آخندزاده، د ملکي هوایي چلند او ترانسپورت وزارت سرپرست
-
مولوي عبدالباقي حقاني، د لوړو زده کړو وزارت سرپرست
-
نجیب الله حقاني، د مخابراتو وزارت سرپرست
-
حاجي خلیل الرحمان حقاني، د مهاجرینو چارو وزارت سرپرست
-
ملا عبدالحق وثیق، د استخباراتو د عمومي ریاست سرپرست
-
حاجي محمد ادریس، د افغانستان بانک سرپرست
-
مولوي احمد جان احمدي، د چارو د ادارې سرپرست
-
ملا محمد فاضل آخند، د دفاع وزرات مرستیال
-
قاري فصیح الدین، لوی درستیز
-
شیرمحمد عباس ستانکزی، د بهرنیو چارو وزارت معین
-
مولوي نورجلال، د کورنیو چارو وزارت معین
-
ذبیح الله مجاهد، د اطلاعات او کتلور وزارت معین
-
ملا تاجمیر جواد، د استخباراتو ریاست لومړ مرستیال
-
ملا رحمت الله نجیب، د استخباراتو ریاست اداري مرستیال
-
ملا عبدالحق، د کورنیو چارو د مخدره توکو ضد څانګې معین
د طالبانو له خوا په اعلان شویو کسانو کې هیڅ یو داسې کس نه شته چې په تیرو شلو کلونو کې دې یې کومه لوړپوړې دنده ترسره کړې وي.