د مسکو په غونډه کې پر ټولګډونه حکومت ټینګار
۱۴۰۱ آبان ۲۶, پنجشنبهروسیي او د افغانستان د ګاوندیو هيوادونو استازو د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د نوامبر ۱۷) په مسکو کې د »مسکو فارمټ« په چوکاټ کې د افغانستان په اړه بحث وکړ. دې غونډې ته د افغانستان په استازولۍ د طالبانو له ډلې څوک نه ول بلل شوي.
د روسيي د بهرنیو چارو وزارت د دې غونډې د پایلو په اړه اعلامیه خپره کړې او انټرفکس خبري آژانس د اعلامیې له قوله لیکلي: «په دې ناسته کې د افغانستان پر اوسني وضعیت، امنیتي شرایطو، د دغه هېواد اقتصادي لرليد په اړه بحث او نظرونه تبادله شول. پردې سربیره د یوه واقعي ټولشموله حکومت جوړول چې د ټولو قومي او سیاسي ډلو استازولي وکړي ټینګار وشو.»
رپوټ زیاتوي چې د ترهګریزو او د نشه يي توګو ګواښونو له منځه وړل هم ددې غونډې نور مهم ټکي ول.
اړوند مطالب:مسکو: د رسميت پېژندنې اصلي شرط د بشري حقونو رعايت دی
د روسيي د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: «په دې ناسته کې وویل شول چې واشنګټن باید د افغانستان ټولې کنګل شوې شتمنی ازادې کړي، د امریکا له متحده ایالاتو او د ناټو غړو هيوادونو څخه وغوښتل شول چې د خپل شل کلن ماموریت له امله رامنځته شوي زیانونه جبران کړي.»
د دې ناستې ګډونوالو، د افغانانو د خپل منځي سولې له هلو ځولو د ملاتړ ترڅنګ د «مسکو فارمټ» مشورتي ناستې تر چتر لاندې په سیمه کې د ټیکاؤ له پاره د هلو ځلو پر دوام هوکړه وکړه.
د غونډې په پای کې یوه ګډه اعلامیه هم تصویب شوه.
د افغانستان په اړه د مسکو په دې څلورمه ناسته کې د افغانستان له پاره د روسيي ځانګړي استازي، جګپوړو روسي چارواکو، چین، پاکستان، ایران، هند، قزاقستان، قرغیزستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ازبکستان ګډون کړی ؤ، دغه راز، د قطر، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او د ترکیي استازي هم دې ناستې ته وربلل شوي ول.
د طالبانو غبرګون
طالبانو سره له دې چې دې ناستې ته د نه وربللو له امله نېوکه کړې، خو تر ناستې وروسته یې د دې ناستې له ګډې اعلامیې چې په هغې کې پر سیمه یزو مثبتو میکانیزمونو ټینګار شوی هرکلی وکړ.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې د سیمې هېوادونو ته ژمنه ورکړې چې هیچا او ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د سیمي ټیکاؤ ته ګواښ پېښ کړي.
اعلامیه کې زیاته شوې چې د «فتنه اچونکو ډلو» او نشه يي توکو د کښت او قاچاق پرضد یې ځینې اقدامات هم کړي دي.
دغه راز، طالبانو ټینګار کړی دی چې د یوه خپلواک حکومت په توګه هیڅ یوه هېواد ته اجازه نه ورکوي چې په افغانستان کې پوځي تاسیسات جوړ کړي.
طالبانو د سیمې له هيوادونو او نړېوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان په اړه دغه ډول ناستو ته یې وروبولي.
د طالبانو مخالفو جریانونو بیا د مسکو ناستې ته د طالبانو له نه وربللو هرکلی کړی.
د افغانستان ژغورنې ملي مقاومت شورا تر نامه لاندې یوه سیاسي جریان چې له افغانستانه بهر جوړ شوی په دې اړه په خپله اعلامیه کې ویلي: «د ملي مقاومت شورا، یادې شوې ناستې ته د طالبانو نه وربلل یو ارزښتمن ګام او د افغانستان د خلکو ارادې ته درناوی بولي او د دغه اقدام هرکلی کوي. دغه راز، دا ددې ډلې د نه مشروعیت او له خلکو څخه د نه استازولۍ په اړه واضح نړېوال تایید بولي.»
دې سیاسي جریان هم د مسکو له ناستې هرکلی کړی دی.
د روسیې او سیمې هېوادونو اندېښنې
سره له دې چې د سیمي هيوادونو د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو ځینې هېوادونه له دې ډلې سره نیږدې اړیکې پالي.
اړوند مطالب: مسکو د افغانستان په اړه نړیوالو خبرو کوربتوب کوي
کارپوهان وايي، پر دې سربیره چې دغه هيوادونه طالبانو سره نیږدې اړیکي لري خو ترڅنګ یې له افغانستانه د ترهګریزو ګواښونو په اړه هم اندېښمن دي.
سیاسي شنونکي سید فاضل سانچارکي دویچه ویله ته وویل، له تېر یوه کال راهیسې د ازبکستان، تاجیکستان سخت دریځې ډلې او د چین اویغوریان د افغانستان په شمالي پولو کې ځای پر ځای شوي او له هغه ځایه د منځنی اسیا هيوادونه ګواښي.
په دې وروستیو کې داسې رپوټونو خپاره شوي چې د طالبانو او امریکا استخباراتي چارواکو په قطر کې سره کتلي. شنونکي وايي دغو لېدنو کتنو د طالبانو او امریکا ترمنځ د اړیکو له اړخه د سیمې هيوادونو ته شکونه ورپیدا کړي.
سانچارکي په دې اړه وویل: «له امریکا سره د طالبانو ګونګي او څو اړخیزې اړیکې، د پيسو لېږل، پټې کتنې او د پيسو چاپ لامل شوي چې د سیمې په هيوادونو کې شکونه او ګومانونه رامنځته کړي، چې ښايي طالبان د امریکا یوه پروژه اووسي.»
د سانچارکي په وینا، د افغانستان د ګاونډیو هيوادنو له چلند څخه داسې څرګندیږي چې هغوی غواړي طالبانو سره په ټیټه کچه خپلې اړیکې وساتي، چې دا پر طالبانو د سیمي هيوادونو بې باوري ښيي.