«د شمالي کوریا په اټومي تاسیساتو کې پراخ فعالیتونه لیدل شوي»
۱۴۰۲ فروردین ۱۳, یکشنبهد امریکا متحده ایالاتو کارپوهانو ادعا کړې ده چې د مصنوعي سپوږمکیو په انځورونو کې د شمالي کوریا په مهمو تاسيساتو کې د لوړې کچې فعالیتونه مشاهده شوي دي.
شمالي کوریا یو ځل بیا د بالستیک توغندیو ازموینه کړې
د دغو انځورونو په یوه برخه کې لیدل کیږي چې د «یونګ بیون» په اټومي بټۍ کې د پنځه میګاواټه ظرفیت لرونکی ریاکټور فعالیت کوي. دوی همدارنګه زیاتوي چې د دې بټۍ د یورانیمو د غني کولو دستګاه د جوړولو کار هم پيل شوی دی.
زمونږ د فیسبوک شبکې سره یوځای شئ:
زمونږ د یوټیوب شبکې سره یوځای شئ:
د "نارت ۳۸" په نوم د امریکایي انټرنټ پاڼې چې د شمالي کوریا په برخه کې تخصص لري د معلوماتو په اساس، د مارچ له ۳ تر ۱۷ نیټې پورې داسې انځورونه اخیستل شوي دي چې په کې لیدل کیږي، زر به د «یونګ بیون» په اټومي تاسیساتو کې د «سپکو اوبو آزمایشي» ریاکتور د جوړولو کار بشپړ شي.
شمالي کوریا تر اوبو لاندې اټومي ډرون ازمویلی
د کارپوهانو په وینا په «یونګ بیون» کې فعالیتونه کیدای شي د شمالي کوریا د رهبر کیم جونګ اون له پخوانیو څرګندونو سره ارتباط ولري. نوموړي د وسلو جوړولو په کچه د اټومي موادو د تولید کچې لوړولو خبره کړې وه.
خو سره له دې هم د شمالي کوریا دولتي رسنیو د سه شنبې په ورځ داسې انځورونه خپاره کړل چې په هغې کې کیم جونګ اون د اټومي سرګولولو څخه د لیدنې په حال کې لیدل کیږي.
د شمالي کوریا رهبر د «د وسلو تر کچې د اټومي موادو» د تولید پراخولو غوښتنه کړې وه.
آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا