د شتراسبورګ د پيښې شکمن عامل څرنګه ووژل شو؟
۱۳۹۷ آذر ۲۳, جمعهد فرانسې پولیسو، شېرف سي. وژلی دی. پولیس باور کوی چې دغه کس د شتراسبورګ پر کرسمس بازار باندې فیرونه کړي ول. دغه پيښه د سه شنبې په ماښام رامنځ ته شوې وه.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر کریستوف کاستانر، د پنجشنبې په ماښام (۲۰۱۸م کال د دسمبر ۱۳مه) تائيد کړه چې پولیسو هغه وژلی دی. زیاته شوې ده چې دغه کس وروسته له هغې ووژل شو چې د شتراسبورګ ښار ته څیرمه په نویدورف، سیمه کې یي لومړی پر پولیسو ډزي وکړي. د چارواکو په وینا له دغه کس سره چاقو او تفنګچه وه.
د دغه کس د وژل کیدو تر پيښې څو ساعته وروسته د ترهګري ډلي داعش تبلیغاتي آژانس ادعا کړې ده چې شېرف د دوی غړی وو، خو د خپلې دغې ادعا له پاره یي کوم شواهد نه دی وړاندې کړی.
د څو تنو نیول کیدل
د نوموړي ۲۹ کلن شکمن عامل د نیولو په موخه ستري هڅي رواني وې. په تیرو ۴۸ ساعتونو کې شا او خوا ۷۰۰ افسرانو دغه کس تعقیباوه.
په دغه شکمن پسې سخت تعقيب روان وو چي د فرانسې ځانگړو ځواکونو هم په دغو عملياتو کې گډون لاره.
تر دې دمخه پنځم کس چې د پولیسو په وینا د شکمن عامل له ډلې سره یي تړاو درلود نیول شوی او په توقیف کې دی. د شکمن د کورنۍ څلور غړي چې پکښې د هغه مور او پلار او دوه ورونه شامل دي هم نيول شوي دي.
د فرانسې تحقیقاتي ډلي پر کرسمس بازار باندې د سه شنبې په ماښام تر سره شوی برید د یوې ترهګرې پيښې په توګه انګیرلی. په دغه پيښه کې د وژل شوو کسانو شمیر څلور تنو ته لوړ شوی دی. په پيښه کې ۱۲ نور ټپيان شوي هم وو.
عیني شاهدانو پولیسو ته ویلي دي چې برید کوونکي د فیرونو تر کولو دمخه د «الله اکبر» نعرې وهلي.
د فرانسې څارنوالان وایي چې شېرف سي. د دغه هیواد د امنیتي ادارو د څارنې په ليست کې وو او ښایي افراطي مذهبي افکارو ته یې تمایل پیدا کړي وي، ځکه چې په فرانسه، آلمان او سویس کې یي د غیر ترهګریزو اعمالو له پاره په زندانونو کې وخت تیر کړی دی.