د سینما لس تر ټولو ډیر عاید لرونکي فلمونه
د فلم جوړونکي جیمز کامرون دوو فلمونو ډير ريکارډونه مات کړل. خو دا د «اوینجرز» فلمونه دي چې د لسو تر ټولو ډیر عاید لرونکو فلمونه په دله کې ډیر لیدل کیږي.
اواتار
په کال ۲۰۰۹ کې د جیمز کامرون «اواتار» فلم بازار ته راووت. دغه فلم ۲.۷۹ ميليارد ډالر وګتل. دغه فلم اوس هم تر ټولو ډیر عاید لرونکی فلم دی.
اوینجرز: د پای لوبه
څو ورځې مخکې دغه فلم راووت چې ډير زيات وچليد. يوازې په ۱۱ ورځو کې یې له دوو ميلياردو څخه ډیرې پیسې وګتلې. که چيرته دغه فلم له آواتار سره پرتله شي، نو اواتار تر دې اندازې پیسې په ۴۷ ورځو کې ګټلې وې.
تایتانیک
تايتانيک په ۱۹۹۷ کال کې جوړ شو. دغه فلم د سينما په ډګر کې داسې نوم پريښود چې بيلګه يې نه ده ليدل شوې. دغه فلم ۲،۱۹ میلیارده ډالر ګټلي دي.
د ستورې جګړې اوومه بیګه: ځواک بیداره شو
دغه فلم په ۲۰۱۵م کال کې ۲.۰۷ ميليارده ډالر وګتل.
اوینجرز: تل پاتې جګړه
دغه فلم په ۲۰۱۸ کال کې ۲،۰۵ ميليارده ډالر وګټل.
د جرسیک نړۍ
دغه فلم په ۲۰۱۵ کال کې نژدې ۱،۷ ميليارده ډالر وګټل. تر دغه فلم وروسته په ۲۰۱۸م کال کې د دې فلمونو د لړۍ یوه بله برخه هم راووته چې ۱،۳ ميليارده ډالر يې وګټل خو ونه توانيده چې په لسو تر ټولو کامياب فلمونو کې شامل شي.
دې اوینجرز
دغه فلم په ۲۰۱۲م کې ۱،۵ میلیارده ډالر وګټل.
فیریوس ۷
د «فاست اند فيوريس» فلم اومې برخې هم ډير شهرت وموند. دغه فلم ۱،۵۲ ميليارده ډالر ګټلي دي. فيريوس ۷ په ۲۰۱۵ کال کې راووت. د فلم د جوړيدو پر وخت پاول والکر په يوه ترافيکي پيښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. د هغه تر مړینې وروسته یې بیا ورور، د پاول د نقش له لوبولو سره د فلم پاتې برخې بشپړې کړې.
اوینجرز: د التران زمانه
دغه فلم هم په کال ۲۰۱۵ کې راووت. دغه فلم ۱،۴ میلیارده ډالر وګټل.
بلک پنتر
دغه فلم په ۲۰۱۸ کال کې ۱،۳۵ میلیارډه ډالر وګتل. دغه فلم له دې کبله چې د کیفیت له لحاظه هم ډیر ښه وو وستایل شو. ریچیل ستیورت/ م.ک.ص/ م.ج