د سیمې او نړۍ مهم خبرونه په انځورونو کې
پاکستان: چینايي یرغمل آزاد کړل شوی
د پاکستاني طالبانو له خوا تښتول شوی چینايي وگړی کماندويي ځواک آزاد کړی دی. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودهري نثار حسین وویل: « دغه تن به ډير ژر د چین سفارت ته وسپارل شي.» د پولیسو د معلوماتو پر اساس دغه سړی چې پر باسیکل یې د دغه ناآرامي سیمې څخه لیدنه کوله، د ۲۰۱۴م کال په مي میاشت کې په دېره اسماعیل خان کې تښتول شوی وو.
په بیروت کې د احتجاج په ترڅ کې اخ و ډب
د لبنان په پلازمېنه بیروت کې په پرله پسې دوهمه ورځ د کثافاتو د ستونزې پر ضد د احتجاج پر وخت اخ و ډب رامنځ ته شو. د چارواکو د معلوماتو پر اساس په دې ترڅ کې۷۰ انسانان ټپیان شول. زیاته شوې ده چې گډوډي هغه وخت رامنځ ته شوه چې کابو ۲۰۰ ځوانانو چې ځينو یې مخونه پټ کړي ول، د بیروت په مرکزي سیمه پر پولیسو د ډبرو او له رېگو د ډگو بوتلونو گوزارونه وکړل. پولیسو هم په ځواب کې اوښکي بهونکی گاز کارولی دی.
«اسلامي دولت» د پالمیرا یو لرغونې معبد ویجاړ کړ
د «اسلامي دولت» ياغيانو د منځني ختیځ یو مهم لرغونی معبد ویجاړ کړی دی. د سوریې د پالمیرا د لرغوني ښار د «بعل شمین» په نامه دغه معبد د یونسکو له خوا د نړۍ د کلتوري میراث په توگه نومول شوی وو. د سوریې د کلتوري میراثونو سازمان د مشر مامون عبدالکریم له خوا ویل شوي دي چې دغه معبد د ډيرو زیاتو چاودیدونکو توکو په وسیله الوزول شوی دی. هغه وویل معبد ډېر ویجاړ شوی دی. د «بعل شمین» معبد ۱۹۰۰ کاله زوړ وو.
په زرونو مهاجر د بالکان له لاري صربستان ته رسیدلي
په تیرو ۲۴ ساعتو کې د بالکان هيوادونو له لاري تقریباً۵۰۰۰ انسانان د مقدونيا په شمال کې تابانووچه ته رسیدلي څو د صربستان له سرحده نورو اروپايي هیوادونه ته ولاړ شي. دغو مهاجرو چې ډېر یې سوریایان دي، د دې تر مخه د یوناني مقدونيا پر سرحد ایسار ول، څو ورته د مقدونيا هیواد له خوا سرحد یووار بیا پرانيستل شو. دغه په زرونو مهاجر د ځانگړو بسونو او اورگاډو په وسیله د صربستان سرحد ته ولیږدول شول.
میرکل او اولاند غواړي د اروپايي ټولنې د مهاجرو سیاست یو کړي
د آلمان صدراعظمه انگيلا میرکل او د فرانسې ولسمشر فرانسوه اولاند په پام کې لري د خپلي لیدنې په ترڅ کې د مهاجرو په برخه کې د یوه گډ اروپايي سیاست په اړه خبري وکړي. تر اوسه د اروپایي ټولنې ۲۸ غړي هیوادونه د مهاجرو د تقسیم په اړه یوه توافق ته نه دي رسیدلي. د مهاجرو د ویش هغه پلانونه چې هر هیواد مکلف کړي یوه خاصه برخه ومني، د بریتانیا او د لویدیځې اروپا د ځینو هیوادونو د مقاومت له امله ناکام شول.
د ترکېې اپوزیسیون پر اردوغان د ملکي کودتا تور لگولی
د ترکیې اپوزیسیون «سي ایچ پي» سیکولر گوند ولسمشر رجب طیب اردوغان د ائتلافي حکومت د رامنځ ته کولو له پاره د خبرو اترو تر ناکامیدو وروسته له اساسي قانونه په سرغړونه تورن کړی. دغه گوند ويلي دي چې هغه په قصدي توگه دغه خبري د ناکامۍ پر لور بیولي څو نوی انتخابات نه وشي. د «سي ایچ پي» گوند مشر کمال کیلچار اوغلو په انقره کې د خپلې گوندي ډلگۍ د غونډي پر وخت وویل چې ترکیه د یوه مدني کودتا په درشل کې ده.