د کندهار سپین بولدک او چمن دروازه له هغه وروسته وتړل سوه چې د نومبر میاشتې پر ۱۳مه نېټه یوه وسله وال کس د پاکسان پر سرحدي ځواکونو ډزي وکړې او ویل کیږي په دې ډزو کې یو پاکستانی سرتېري وژل سوی او دوه نور ژوبل سوی دي. تر هغې وروسته دواړو لورو ته زرګونه افغانان بند پاته دي او له ستونزو کړیږي.