د سوچي په المپیک لوبو کې د ورزش د ډگر ستوري
د سوچي لوبې له ستورو ډکې دي. په دې لوبو کې ښايي ډیر د ورزش د ډگر ستورې د مډالونو په گټلو سره یو ځل بیا وځلیږي.
اولي اینر بجیرندالن
دغه نارویجی ستورې څو لوبې کولای شي او تر اوسه پورې یې یوولس د سرو رزو مډالونه گټلي دي. که هغه د سوچي په المپیک لوبو کې د سرو زرو دوه مډالونه وگټي نو د المپیک په تاریخ کې به تر ټولو د ډیرو مډالونو خاوند شي.
ماریا هوفل رایش
دا ۲۹ کلنه ورزش کاره د سکي په ډگر کې د نړۍ له تکړه لوبغاړو څخه ده. هغې تر دې مخکې په ۲۰۱۰ کال کې د المبیک دوه د سرو زرو مډالونه گټلي ول او سږ کال غواړي چې بیا هم دغه مډالونه ترلاسه کړي.
تینا مز
دغې ۲۴ کلنې ورزشکاري تر اوسه پورې ډیر مډالونه گټلي دي. هغه یوه سندرغاړي هم ده. خو هغه څه چې تینا یې تر اوسه پورې په ترلاسه کولو نه ده توانیدلې د المپیک په لوبو کې د سرو زرو مډال دی.
شاون وایت
دغه ۲۷ امریکايي لوبغاړی نه یوازې د سنوبوردنگ په ډگر کې ډیر مشهوره دی، بلکې هغه په امریکايي تلویزیونو کې هم ډیر پلویان لري. هغه تر دې مخکې هم په المپیک د سرو زرو مډالونه گټلي دي.
کیم یونا
دغې ۲۳ کلنې جنوبي کوریایي په ۲۰۱۰ کال کې د ډیرو نمرو له گټلو سره د سرو زرو مډال خپل کړ. هغه غواړي سږ کال هم د سرو زرو مډال وگټي. یونا په جنوبي کوریا او د نړۍ په ډیرو نورو برخو ډیر شهرت لري.
گریگور شلایرینزور
گریگور له ۱۶ کلنې راهیسې نړیوالې لوبې گټي. اوس چې د سپورټ په ډگر کې د هغه د لوبو له پیله اته کاله تیر شوي دي، د دې ځوان لوبغاړي په نوم ۵۰ اتلولۍ ثبت دي. که څه هم هغه د ۲۰۱۰ کال په المپیک لوبو کې ښه و نه ځلید، خو سږ کال دغه لوبغاړی غواړي چې د سرو زرو مډال ترلاسه کړي.
فلیکس لوچ
دغه ۲۴ کلون په لوچ لوبه کې سیال نه لري. هغه څلور وارې نړیوالې اتلولې گټلې دي او څلور کاله مخکې د لوج لوبو په تاریخ کې د المپیک تر ټولو ځوان مډال گټونکی شو. د دې آلماني لوبغاړي پلار هم په المپیک کې لوبیدلی وو.
سوین کرامر
کرامر ۲۷ کلن دی. له هغه تمه کیده چې په ۲۰۱۰ کال کې درې د سرو زرو مډالونه وگټي خو په دې کار و نه توانید. خو هغه غواړي په ۲۰۱۴ کال کې د سوچي له لوبو ډیر د سرو زرو مډالونه خپل کړي.
میریت جورگین
دغه ورزشکاره د سکې په ډگر کې ډیر کم سیالان لري. دې نارویجۍ ورزشکارې تر اوسه پورې د المپیک پنځه د سرو رزو مډالونه گټلي دي. اوس هغه ۳۳ کلنه شوې ده او ښايي د سوچي په لوبو کې د تیر په څیر و نه ځلیږي.
سیدني کروسبي او الکساندر اویچکین
کانادايي کروسبي او روسي اویچکین د هاکي په ډکر کې دوه ځلانده ستوري دي.