د سولې مشورتي لویه جرګه په انځورونو کې
د سولې مشورتي لویه جرګه د جمعې په ورځ په کابل کې پېل شوه. دغه جرګه د ۴۰۰ طالب بندیانو د آزادیدو په تړاو سلا مشورې کوي.
په دغه مشورتي جرګه کې شا او خوا ۳۲۰۰ تنه ګډوانوال برخه لري، څو د ۴۰۰ طالب بندیانو د آزادیدو د څرانګوالي په هکله بحثونه وکړي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د خپلې وینا په یوه برخه کې د جرګې ګډوانوالو په مخاطبولو سره وویل: «ستاسي د نن او سبا ورځې تصمیم ډیر مهم دی. زه ستاسو د هر یو په درایت او وطن دوستۍ باور لرم. د بین المللي ټولنې هیله دا ده څومره ژر چې تاسو تصمیم ونیسئ بهتره ده. غوره به وي چې تصمیم نن یا سبا د خیره سره ونیسئ، څو د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ مخامخ بین الافغاني مذکرات پیل شي.»
د سولې د مشورتي لویې جرګي مشري د ملي مصالحي د عالي شورا د مشر ډاکټر عبدالله پر غاړه ده. که څه هم په پام کې وه چې د دغې جرګې مشري عبدالرب رسول سیاف وکړي، خو د صحي دلایلو له کبله یې تر یوې لنډې وینا وروسته د دغې جرګې د مشرۍ مسئولیت د ملي مصالحي عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله ته وسپاره.
دغه جرګه په داسې حال کي رابلل شوې چې د ټول افغانستان په کچه هره ورځ د کرونا ویروس د مثبتو پيښو رپوټونه ورکول کیږي. د غونډې ګډوانوالو ماسکونه اغوستي دي.
په غونډه کې زیات شمیر میرمنې هم لیدل کیږي. د غونډې په پېل کې د عامې روغتیا وزیر محمد جواد عثماني د غونډې پر ګډونوالو د ویروس د خپریدو د مخنیوي په پار د ماسکونو د اغوستو او صحي تدابیرو د رعایتولو غږ وکړ.
په کابل ښار کې د غونډې شا او خوا سیمو کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي.