د کډوالو په برخه کي له ميرکل د اوباما مننه
۱۳۹۴ شهریور ۵, پنجشنبهد امریکا متحدو ایالاتو د ولسمشر بارک اوباما او د آلمان د صدراعظمې انگلا میرکل تر منځ د تلیفوني خبرو اترو وروسته چې د سپینې ماڼې له لوري کومه اعلامیه خپره شوې ده په هغې کې ویل شوي دي چې ولسمشر بارک اوباما په اروپا کې د کډوالو د کړکیچ په ترڅ کې د صدراعظمې مخکښ نقش قدرداني وکړه. د سپینې ماڼۍ په وینا بارک اوباما له دې کبله له انگلا میرکل څخه مننه وکړه.
زیاته شوې ده چې بارک اوباما پر دې خبره باندې ټینگار وکړ چې آلمان د سوریایي کډوالو په منلو سره د نورو هیوادونو بار سپک کړی دی. د متحدو ایالاتو د ولسمشرۍ ماڼۍ په وینا پاڼه کې په ځانگړې توگه د میرکل د نوې پریکړې یادونه شوې ده. په دې هکله میرکل ویلي وو چې «د سوریایي کډوالو په منلو سره د سرحدي هیوادونو بار باید کم کړای شي.»
د آلمان حکومت ویلي دي چې سوریایي کډوال به هغو اروپایي هیوادونو ته بیرته نه استول کیږي، کوم ته چې په لومړي سر کې راغلي وي. په دې سره به د مدیترانې د سمندرگې پر غاړه پرتو هیوادونو ایټالیې او یونان سره مرسته وشي، چې د کډوالو د ډیر شمیر له کبله تر سخت فشار لاندې دي.
تر دې مخکې د کډوالو له پاره د ملگرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یا UNHCR مشر انتونیو گوتیرس په اروپا کې د کډوالو د منلو په برخه کې د آلمان مخکښ نقش ستایلی وو. څو ورځې وړاندې امریکا متحدو ایالاتو هم اعلان وکړ چې په راتلونکو دولسو میاشتو کې به تر لسو زرو سوریایي کډوال ومني.
د سپینې ماڼې د معلوماتو له مخې په اصل کې د بارک اوباما د تلیفون انگیزه د اوکراین په ختیځ کې د روسي پلوه بیلتون غوښتونکو له لوري د تاوتریخوالي زیاتیدل وو. زیاته شوې ده چې بارک اوباما د مېنسک د تړون د تطبیقیدو له کبله د اوکراین اقداماتو ته درناوی کړی او له روسیې څخه یې هم د دغسې یوه عمل د تر سره کولو غوښتنه کړې ده.