د سوريایي کډوالو له خطرنونو ډکه لار
له سوریې څخه تر آلمان پورې ۳۷۰۰ کیلومتره لاره ده. هغه له خطرونو ډک سفر چې سوریایې کډوال یې آلمان ته د رسیدو په نیت پیلوي ، کیدای شي څو اونۍ یا څو میاشتې دوام پيدا کړي. همدغه سفر ممکن د یو کډوال د ژوند په قیمت تمام شي.
له ورستیو سلگیو سره
د دمشق په شمال ختیځ کې د دوما ښار څو څو واره د سوریې د هوایې بمبارۍ هدف گرځیدلی دی. په دغه انځور کې هغه کس لیدل کیږي چې په خپله ټپې دی، خو غواړي له نورو سره مرسته وکړي.
جگړه او ترهگر په یوقدمۍ کې
د سوریې او ترکیې په سرحدي پوله سوروچ کې شاوخوا ۴۰ زره کډوالو پناه وړی ده. د دغه کمپ په څو کیلومترۍ کې د سوریې په خاوره کې جگړه روانه ده. سره له دې چې په دغه کمپ کې مهاجرو ته یو اندازه د ژوند امکانات برابر شوې دي، خو دوی هڅه کوي ځان مطمئنو ځایو ته ورسوي او یو نوې ژوند پيل کړي.
د جگړې ټپ
عبدالرحمان یاسر السعد یو سوریایې مهاجر توانیدلې چې د ترکیې ازمیر ښار ته ځان ورسوي. دغه ۱۶ کلن ځوان هغه ټپ چې د دې پر بدن د جگړې له امله جوړ شوې دی، نورو مهاجرو ته ښکاره کوي. هغه په ښوونځي کې وو چې د سوریې هوایې ځواکونو بمباري وکړه چې په پایله کې یې د السعد په گډون ډیر شمیر نور زده کونکي هم ټپیان شول
د ښئ راتلونکي په هیله
ډیر شمیر سوریایې کډوال اروپایې هیوادونو ته د سفر پر مهال د ترکیې د ازمیر له ښار څخه تیریږي. دوی کوښښ کوي له دې لارې ځان یونان ته ورسوي. یوه مهمه وسیله چې دوی یې د خپل سفر پر مهال له ځان سره لري د ژغورنې واسکټ دی، ځکه د ډیري دغو کډوالو لامبو نه ده زده. اکثره دغه کډوال په سړکونو کې شپې سبا کوي.
نا تمامه کوښښ
دغه مهاجر د خپلې کشتې تر ډوبیدو وروسته توانیدلې چې په ترکیه کې د بودروم ښار ساحل ته ځان ورسوي. قاچاقبر د ډیرو پيسو په بدل کې له کډوالو سره ژمنه کوي چې دوی به په غیر قانوني ډول یونان ته رسوي. په دغو کشتیو کې ډیري وختونه تر کنجایش ډیر کسان کینول کیږي.
سیلانیان ننداره کوي
په دې انځور کې لیدل کیږي چې دوه تنه سیلانیان د هغه یو کډوال ننداره کوي چې غواړي ځان ساحل ته ورسوي. کډوال د دې له پاره چې د ترکیې د بودروم ښار څخه ځان د کووس ټاپو ته ورسوي قاچاقبر ته ۱۰۰۰ ډالره ورکوي. د بودروم او کووس تر منځ د اوبو لاره یوازې څو کیلومتره ده.
یو تریخ حقیقت
هغه خبریالان چې د تفریح او خپلې رخصتۍ تیرولو له پاره د کووس ټاپو ته راغلي دي، په دې وختونو کې د مهاجرینو د هغو ترخو پیښو شاهدان دي چې اروپا ته د رسیدو په تمه په دغو سختو لارو کې شپې سبا کوي.
په هر قیمت چې وي
ډیر شمیر هغه کډوال چې یونان ته رسیدلي دي او غواړي چې د اروپا لویدیځ ته ځان ورسوي. په دې مسیر کې یو ترټولو مهم تمځای په مقدونیا کې د گفلیا د اورگاډي تمځای دی. مهاجرین په هر قیمت چې کیږي په هغه اورگاډي کې ځانته ځای پيدا کوي چې د صربستان پر لور حرکت کوي.
قدم په قدم
په لومړي سر کې خو دا یو شاعرانه انځور ښکاري، خو دا هغه مهاجر دي چې د لمر ختلو څخه مخکې د هغو اورگاډو د لیکو په امتداد خپل سفر پيلوي چې له کاره ولیدلي دي. دوی د پښو په مزل سره ځان له صربستان خخه هنگري هیواد ته رسوي او له هغه ځای څخه بیا د آلمان پر لور خپل سفر ته ادامه ورکوي.
نا امیدي
یو سوري مهاجر له خپلې میرمنې او ماشوم سره له دې ویرې چې هغه او کورنۍ ته یې د هنگري د کډوالو په کمپ کې ځای ورنه کړي د اورگاډي پر لیکي ځان اچولې دی. دوی په دې اند ول چې کولې شي له اورگاډي سره ځان له بوداپست څخه وین ته ورسوي، خو اوس باید دوی خپل نومونه د هنگري د کډوالو په کمپ کې ثبت او راجستر کړي.
د پښو مزل
په سلگونو تنه سوریایې، عراقي او افغان کډوال کوښښ کوي چې د موټروې یا لویو سرکونو له لارې له هنگري څخه ځان اطریش ته ورسوي. ډیر شمیر د دوی د بوداپست د اورگاډي په تم ځای کې څو ورځې انتظار باسي چې په اورگاډي کې به ځان اطریش ته ورسوي. خو تر ډیر انتظار وروسته بالاخره دوی مجبوره شي چې دغه اوږد مزل په پښو وهل شروع کړي.
مقصد ته رسیدل
په دې انځور کې هغه ځوان ښکاري چې ځان یې د آلمان د مونشن ښار د اورگاډي تمځای ته رسولی دی. ډیر شمیر کډوالو د آلمان صدراعظيمې انگلا میرکل پورې د امید سترگي تړلې دي. ځکه د نورو اروپآیې هیوادونو برعکس په آلمان کې د ښه هرکلي سره مخامخ شوې دي.