د سمندر په څپو کې د مرګ هرکلی
د مديترانې سمندرګي له لارې مهاجرتونه تل خطرناکه وي. په ورستيو کې د لیبيا ساحلي ساتونکو په يوه عمليات کې مهاجر له اوبو راويستل شول. مرستندويه سازمانونه وايي چې د ليبيا بيړني حالت د مرستو په رسولو کې خنډونه ايجاد کړي دي.
«ډير غمجن حالت»
د دغې ماتې شوې پلاستيکي کشتۍ په منځ کې د يوې ښځې او ماشوم جسدونه ليدل کيږي. د ملګرو ملتونو نړيوال سازمان وياند فلاويو دې حيلاکومو، دا يو «ډير غمجن حالت» وباله.
د ويرې په حال
يوه ښځه ژوندۍ پاتې ده. په سمندر کې د اسپانيا د «پرواکتیوا اوپن آرمس» غير دولتي مرستندوی سازمان مرستندويانو دغې ښځې ته نجات ورکړی. په احتمال سره دغه ښځه د لیبيا د ساحلي ساتونکو له خوا يوازې پريښودل شوې، ځکه چې هغې نه غوښتل بيرته ليبيا ته وګرځول شي.
د کښتيو موندلو په لټه کې
کپيتان مارک رایګ کريوز او د عملياتو مديره انابل مانتس د ېوې بادي کښتۍ موقعيت موندلو کوښښ کوي. کيدای شي دغه کښتۍ د «پرواکتیوا اوپن آرمس» غير دولتي سازمان له پاره د مهاجرو يوه ليږدونکۍ کښتۍ وي.
پر وخت مرستې؟
استر کمپس پر يوه غټ دوربين په سمندر کې د هغو کسانو لټون کوي چې له بيړني حالت سره مخ شوي دي. مرستندويانو دغه اوښتلې پلاستکۍ کښتۍ د سه شنبې په ورځ وليدله. هغوي يوه ښځه وژغورله، خو د يوې بلې ښځې او يوه ماشوم له پاره د مرستې رسيدل نور ډير ناوخته وو.
په اوبو کې موندل شوي جسدونه
مرستندويانو دواړه جسدونه په پلاستيکونو کې وپيچل. د «پرو اکتيوا» بنسټ ګر اوسکار کمپس پر ټويتر ليکلي: «د ليبيا ساحلي ساتونکو وضاحت ورکړ چې په يوه کښتۍ کې د سپرو ۱۵۸ مهاجرو د سفر مخنيوی يې کړی دی.» هغه زياته کړې ده: «کوم څه چې هغوی نه دي ويلي دا دي چې هغوی يو ماشوم او يوه ښځه د کښتۍ يا قایق پر بام پرېښي ول او دغه کښتۍ په بل مخ واوښته. ځکه چې هغوی نه غوښتل د ليبيا په کښتۍ کې سپاره شي.»
د اسپانيا پر لور
د ژغورنې يو غمجن عمليات پای: د «پرو اکتيوا اوپن آرمس» مرستندوی سازمان «آسترال» کښتۍ د اسپانيا يوه بندر پر لور د حرکت په حال کې ده. ليکونکی: نرمین اسماعیل/ فلوریان میایر/پ.ع /م. ک. ص