د سرطان په درجه بندۍ کې د مصنوعي ځیرکتیا ګټې
۱۴۰۲ آبان ۱۱, پنجشنبهد مصنوعي ځیرکتیا په مرسته هر کال په بیلا بیلو ناروغیو د اخته زرګونو کسانو ژوند ژغورل کيدلی شي.
په بريتانيا کې د »رویال مارسیدن« او »د سرطان د څیړنې انسټيټیوت« څېړونکو چې د هډوکو د سارکوم په سرطان اخته د ۱۷۰ ناروغانو د سي ټي سکن معاینه کړې، وايي چې مصنوعي ځیرکتیا د نمونې اخیستنې میتود په پرتله د سرطان د ځینو ډولونو په پیژندلو کې دوه برابره دقیق عمل کوي.
د سرطان په درملنه کې، تر ټولو ستونزمنه مرحله د خطرناکو تومورونو لرونکو ناروغانو تشخيص کول او په لومړي پړاو کې د هغوی درملنه ده.
د «رویال مارسډن روغتون« او د »سرطان د څیړنې انسټیټیوټ« د څیړونکو په وینا، د مصنوعي ځیرکتیا لخوا ډیزاین شوي الګوریتمونه د هډوکي سارکوما سرطان د درجه بندي کولو لپاره د نمونې اخیستنې میتود په پرتله خورا اغیزمن کار کوي.
د هډوکو سارکوما د سرطان د نادرو ډولو څخه دی چې د بدن په سره نښتو نسجونو لکه په وازګو،عضلاتو او اعصابو اغیز کوي.
په دې څیړنه کې، مصنوعي ځیرکتیا د سرطان د درجه بندۍ په تشخیص کې ۸۲ سلنه دقيقه وه، په داسې حال کې چې د نمونې اخیستلو طریقه ۴۴ سلنه دقیق عمل کړی.
کله چې ډاکټران د سرطان درجه بندي کولو لپاره ډیر دقیقې یا په نوې ټیکنالوژۍ سمبال وسیلې ولري، کولی شي د پرمختللي سرطان ناروغان په چټکۍ سره وپیژني او درملنه یې وکړي.
څیړونکي وايي چې دا الګوریتم په راتلونکي کې د نورو ناروغیو لپاره هم کارول کیدی شي.