د روهینگیا مهاجرو په کمپ کي ودونه
په ساده او غریبانه خېمو کي د واده مراسم. شفیقې او صدام د بنگله دیش په یوه ډک مهاجر کمپ کي نکاح وتړله او په دې ډول یې گډ نوی ژوند پیل کړ. هغوی له میانمار څخه د روهینگیا مسلمان اقلیت په توگه بنگله دیش ته تښتیدلي دي.
د ژوند یوه مهمه ورځ
شفیقه ۱۸ کلنه ده. د نکاح تر تړلو مخکي هغه خپله د واده چله او په نکریځو سره لاسونه ښکاره کوي. ویل کیږي چي دغه نکریځي چي د واده له پاره په ډیر مهارت سره نقاشي سوي، د واده د جوړې له پاره ټول عمر نیکمرغي راولي.
وروستی تیاری
۲۳ کلن زوم چي صدام نومیږي هم دغو مراسمو ته تیاری نیسي. دی له هغه چار سره واده کوي چي مينه ورسره لري. هغوی دواړو د «فویره بازار» په نامه روهینگیايي کلي کي ژوند کاوه. دغي سیمي ته وروسته د میانمار پوځیانو اور واچاوه. د هغوی واده مخکي تردې چي بنگله دیش ته وتښتي، پلان سوی وو.
د بېلتون اوښکي
دغه واده په یوه پردي هیواد او مهاجرت کي کیږي. ناوې په داسي حال کي له خېمې څخه وځي چي دوستان او خپلوان یې ترڅنگ روان دي. په دې ډول هغه خپل د راتلونکي خاوند کور او له هغه سره د یوه گډ ژوند پیلېدو له پاره روانیږي.
د مېلمنو رارسیدل
شفیقه او صدام درې میاشتي مخکی له میانمار څخه دلته راتښتیدلي دي. هغوی د "کوتو پلانگ" په نامه بېړني کمپ کي چي د کوکس بازار ته نژدې پروت دی، یوه سرپناه پیدا کړه. د۲۰۱۷م کال د اگست مياشتي په پای کي، کله چي په میانمار کي زورزیاتی پیل سو د۶۵۰ زره په شاوخوا کي روهینگیا مسلمانان اقليت گاونډي هیواد بنگله دیش ته وتښیدل.
د خیر دُعا
ملا د نکاح مراسم سرته رسوي. د نکاح د مراسمو پر وخت لومړی د پاک خدای په ثنا او صفت کي یو څو کلمې ویل کیږي او وروسته د قرآن شریف څخه یو څو آیته لوستل کیږي. تر هغه وروسته بیا صدام او شفیقه یو او بل ته د «هو» جواب وايي.
د موسیقۍ او نڅا مراسم
تر مذهبي مراسمو وروسته د زوم او ناوې د خوشحالۍ له پاره مېلمانه په نڅا او بدلو پیل کړی په دې ډول ښايي دغه ځوانه جوړه د یوه لنډ وخت له پاره خپلې ستونزي هم هیري کړي.
ورځني عادي ژوندانه ته ستنیدل
دغه ځوانه جوړه تر واده پنځه ورځي وروسته د مهاجرو په کمپ کي خپل ورځنی عادي ژوند پیلوي. صدام د سړک پر غاړه ځيني زینتي شیان خرڅوي او شفیقه د کور کارونه کوي.
راتلونکي ته امیدواري
هغوی هم لکه نور روهینگیايي مهاجر هیله مند دي چي ځان ته یوه جلا سرپناه ولري، په کومه چي د آرامۍ او هوسايني احساس وکړي.