د روهنګیايي مهاجرو په کمپ کې څه تیریږي؟
په اګست میاشت کې تر نیم میلیون زيات روهنګیايي مهاجر له میانمار څخه بنګلدیش ته ولاړل. که څه هم دوی د قومي تصفيي له امله میانمار پریښود، خو د بنګلدیش په کمپونو کې هم د دوی ژوند له سختو کړاونو سره مخ دی.
څلور ورځې پیاده ولاړه او ورور یې هم له لاسه ورکړ
بنګلدیش ته د تیښتې پرمهال آیناز موریا خپل کوچنی ورور له لاسه ورکړ. هغه او کورنۍ یې اړه وه چې څلور ورځې پیاده مزل ووهي څو بنګلدیش ته ورسیږي. دوی په اصل کې د میانمار د منګدوی په سیمه کې د یوه کوچني کلي اوسیدونکي دي. اوس دوی د بنګلدیش په سرحدي ښار د کوکس بازار په یوه کمپ کې ژوند کوي.
له څپلیو سره تیښته
د آیناز مور له دې څپلیو سره توانیدلې چې ځان بنګلدیش ته ورسوي. دغه ۳۸ کلنه میرمن وايي چې که څوک دوی ته فرصت برابر کړی نو غواړي چې خپل ټول اولادونه ښوونځي ته ولیږي. دغه څه د دې کورنۍ له لپاره تر ټولو مهم لومړیتوب دی.
له ګڼه ګوڼۍ ډک کمپونه
پراشانت ویشواناتن چې خپله یو عکاس دی د کوکس په بازار کې د مهاجرو کمپ ته ورغلی. د بنګال په خلیج کې دغه کوچنی ښار د مهاجرت د کړکیچ په ترڅ کې د پیښو په یوه کیسه بدل شوی. دا ځکه چې په دې کمپ کې ګڼ شمیر مهاجرین ژوند کوي او ټول جلا کیسي له ځانه سره لري. روهنګیايي مسلمان لږکي د میانمار د پوځ له لوري د آزار او اذیت کیسي کوي.
د لومړنیو اړتیاوو له پاره د انسانانو اوږده کتارونه
د کوتوپالونګ په سیمه کې د مهاجرو په کمپ کې د دې مور په څیر ډېر مهاجر د سهار له ۴ بجو څخه په نوبت کې ولاړ دي ترڅو د ملګرو ملتونو د خوراکي پروګرام مرستې ترلاسه کړي. دې ځای ته د خیریه سازمانونو ډیر لږ مرستې رسیږي.
ماشومتوب خو په کمپ کې
اته کلنه توشمینارای مجبوره ده چې هغه وخت چې مور یې د مرستو د ترلاسه کولو له پاره ساعتونه په کتار کې ولاړه وي، د خپلو دوو کوچنیو ورڼو ساتنه وکړي. د کوکس بازار په دې کمپ کې شاوخوا ۶۰ سلنه تازه راغلي مهاجر ماشومان یا هم تنکي ځوانان دي.
«خاوند مې یادیږي»
هغه مهال چې سومیدا عکاس ویني وايي چې اوه ورځې کیږي چې د خوراکي توکو په ترلاسه کولو سرګردانه ده. ډېر روهنګیايي مهاجر له رواني ستونزو او فشارونو سره مخامخ دي او نه پوهیږي چې چا ته مخ واړوي، ترڅو مرسته ترلاسه کړي. دغه میرمن وايي چې «خاوند مې یادیږي». د هغې خاوند په میانمار کې په وحشیانه توګه وژل شوی دی.
د غوړیو او دالو له پاره ۷ ساعته انتظار
دغه کوچنۍ ماشومه توانیدلې چې په کتار کې تر ۷ ساعتون دریدلو او انتظار وروسته د خپلې کورنۍ له پاره یو مقدار غوړي او غله دانه ترلاسه کړي.
ماشومان او کاغذ باد
د انځور په چپ لور کې لس کلن محمد عرفان او ۱۲ کلن محمد شوفافلي ملګری یې له دې لوبې خوند اخلي. محمد عرفان د پرتوګ یا پتلون پر ځای یوه ټوټه له ځانه تاو کړې ده.
زوی د پلار لکړه
عبدالکریم نه شي کولای چې پر خپلو پښو تګ وکړي. د هغه زوی تل هغه له یوه ځايه بل ته انتقالوي. دوی دواړه د یوه روغتیايي مرکز په لټه کې دي. د داسې مهاجرو شمیر چې غواړي په کمپونو کې پاتې شي مخ پر ډیریدو دی. په بنګلدیش کې ډېر مهاجر په نس ناستي ناورغۍ اخته دي. د دوی زیاتره له خوار ځواکۍ څخه هم کړیږي.
مرستې پر وخت نه رسیږي
د ۸۰ کلن عالم بهار په څیر ځینو مهاجرو ته روغتیايي مرستې پر وخت نه رسیږي. ډاکټران چې د هغه له رغیدو ناهیلي دي، هغه یې بیرته کورته لیږلی، ترڅو د ژوند وروستی شیبې له کورنۍ او دوستانو سره تیرې کړي. لیکونکی: ماریا بیرباخ/ عکاس: پراشانت ویشواناتن. ژباړه: خ. ح