د روهنګیا ناخوال ژوند
د میانمار په سونو زره روهنګیا اقليت، په خپل ټاټوبي کې له تاوتریخوالي څخه په بنګله دیش کې د یوه خوندي ژوند په لټه کې دي. خو د ناف سیند پر بله غاړه بې وزلي او ناخواله ژوند هغوی ته انتظار باسي.
دغه روهنګیا کورنۍ له خپل ټاټوبي وتلو ته اړ شوې ده. له څور ورځو راهیسې هغوی سفر کوي، څو د میانمار او بنګله دیش تر منځ له ناف سیند څخه واوړي او خوندي ځای ته ورسیږي. د هغوی هدف پولې ته څیرمه د کوکس بازار سیمه کې د مهاجرو کمپ دی. د هغوی ټول سامان ښایي په یوه پلاستیکي کڅوړه او یوه ټوکرۍ کې ځای شي.
د پولې بلې غاړې ته د بنګله دیش پوځ د مهاجرو د سفر مخه نیسي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې د اګست میاشتې له پای راهیسې ۵۸۲۰۰۰ روهنګیا مسلمانان له میانمار څخه بنګله دیش ته تښتیدلی دي.
له ناف سیند څخه په کوچنۍ کښتۍ کي تیریدل شا او خوا ۴۰ یورو مصرف لري، چې د ۵۰ یورو میاشتني معاش لرونکي له پاره یې ورکول ګران کار دی. له سیند څخه د تیریدو پر مهال تل د کښتیو د اوښتو پیښې رامنځ ته کیږي. انسانانو ته د خپل ژوند په بیه تیښته تمامیږي.
دغه میرمن له خپلو ماشومانو سره په دې توانیدلې چې د ناف له سینده واوړي او په بنګله دیش کې خوندي ځای ته ځان ورسوي. مخکې له دې چې پولې ته څیرمه دې ته انتظار وباسي چې د مهاجرو یوه کمپ ته د تګ اجازه تر لاسه کړي، د شولو پټيو ته څیرمه خپل ځان هوسا کوي.
پولې ته څیرمه په سونو روهنګیا مهاجر دې ته انتظار باسي چې د وړاندي تګ اجازه تر لاسه کړي. د ملګرو ملتونو د مهاجرو د عالی کمیسارۍ یا یو ان اچ سي آر، په وینا یوازي د یکشنبې له ورځې راهیسې ۱۵۰۰۰ انسانان بنګله دیش ته ورغلی دي. هغوی ټول غواړي چې په کوکس بازار کې د کوتوپالونګ مهاجرو کمپ ته ورشي.
له خپل هیواد څخه بې ځایه شوي په زرونو روهنګیا په ډیر ناخواله وضعیت کې ژوند کوي چې زیاتره یې تشنابونو او د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري او پر لنده ځمکه ویده کیدو ته مجبوره دي. ځکه چې کمپونه له پخوا څخه ډک شوي دي او یو احتمالي انساني ناورین د رامنځ ته کیدو په حال کې دي. نړیوال مرستنیدویه سازمانونه لا په دې نه دي توانیدلي چې پر بیړني وضعیت برلاسي شي.
د میانمار په لویدیځ کې په رخینه ایالت کې وروسته له هغې وضعیت ترینګلی شوی چې روهنګیا یاغانو پر امنیتي ځواکونو بریدونه وکړل. د میانمار پوځ دغو بریدونو ته له تشدده ډک غبرګون وښود. په سونو روهنګیا ووژل شول او د هغوی کورونو او کروندو ته اور ورته کړل شو. ملګري ملتونه د بشريت ضد جرمونو او ایتنیکي تصفیې څخه یادونه کوي، څو په دغه بودایي هیواد کې میشت روهنګیا مسلمان لږکي هیواد پریښوولو ته اړ شي.
نړیوال انتقادونه وار په وار زیاتیږي، تر ټولو زیاته د نوبل د سولې جایزې د ګټونکي آن سان سوچي په هکله. د حکومت باالقوه مشري د ملي یووالي له پاره غږ کړی دی، خو حکومت لا هم روهنګیا لږکیو ته د غیر قانوني کډوالو په سترګه ګوري. د میانمار د پوځ بانفوذه مشر هم د روهنګیا پر وړاندي پر خپل سخت دریځ باندي ټینګار کوي.