«کرونا به په نژدې دوو کلونو کې تر کنټرول لاندې راشي»
۱۳۹۹ شهریور ۱, شنبهتدروس آدانوم، دغه څرګندونې د جمعې ورځې په ماښام (د اګست ۲۱مه) په ژنيو کې د روغتيا نړيوال سازمان په دفتر کې وکړې. هغه ويل هیله مند دی چې د کرونا ويروس خپريدا، تر ۲۰۲۲م کال پورې تر کنترول لاندې راوستل شي.
د روغتيا نړيوال سازمان مشر، د کرونا يا کوويد-۱۹ ناروغي، هغې «هسپانوۍ انفلونزا» ته ورته وبلله چې د ۱۹۱۸م کال په سر کې خپره او په ۱۹۲۰ کې تر کنټرول لاندې راوستل شوه.
آدانوم، په عين حال کې خبرداری ورکړ، کوم پرمختګونه چې د کرونا پر ضد مبارزې په لار کې شوي، هغه نبايد د بشپړې بريا په توګه وبلل شي، ځکه په وينا يې ځینې هيوادونه د کرونا تر نسبي کنترول راوستلو وروسته، د دغې اوبا له دوهمې څپې سره مخ شوي دي.
آلمان او هسپانيا د هغو اروپايي هيوادونو څخه دي چې په ورستيو ورځو کې د کرونا تازه مثبتې پيښې په کې د کرونا د اوج وخت ته چې څلور مياشتې مخکې وو، بيرته ګرځيدلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په ځينو نورو هيوادونو کې هم د کرونا د ابتلا پيښې په شدت سره ادامه لري. د بيلګې په توګه د جمعې په ورځ ويل شوي دي چې په سويلي افريقا کې د تيرو ۲۴ ساعتونو په جريان کې نژدې ۳۴۰۰ او په هسپانيا کې ۳۶۵۰ نوې پيښې ثبت شوي دي.
خو په هسپانيا کې له دې سره سره، د مړينې پيښې د پخوا په څير لوړې نه دي.
د جمعې په ورځ په آلمان کې د کرونا تازه پيښې ۱۴۲۷ وښودل شوې. که څه هم دغه پيښې د يوې ورځې مخکې په پرتله لږ وې، خو د تیرې مياشتې ورځني اوسط ته په کتو ډیرې زياتې دي.
د روغتيا نړيوال سازمان مشر وايي چې د کرونا په تړاو په نړۍ کې د شته ټولو ستونزو سربيره، دغه وبا به په نژدې دوه کلونو کې تر کنټرول لاندې راوستل شي. هغه دغه هیله مندي د پرمختللې تکنالوژۍ په اختيار کې درلودلو له برکته وښوده او زیاته يې کړه چې په دې لار کې به نهايي بريا، د کووېډ-۱۹ ناروغۍ ضد واکسين جوړول وي.
په حاضر وخت کې د نړۍ مختلف هيوادونه او د درملو جوړونکي شرکتونه په دې هڅه کې دي چې دغه واکسين توليد کړي.
د شنبې ورځې تر سهاره، د نړۍ په ۱۸۸ هيوادونو کې ۲۲ ميليونه او ۹۵۰ تنه په کرونا ويروس اخته شوي، چې له دغې ډلې نژدې ۸۰۰ زره يې مړه شوي دي.
دويچه وله ف/ م.ک.ص./م.ن.ص.
د کرونا پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: