روسیه: کامچاتکا کې د لادرکه شوې څرخي الوتکې لټون ادامه لري
۱۴۰۳ شهریور ۱۱, یکشنبهد روسيې د بېړنیو پېښو ته د رسېدګۍ وزارت ویلي چې نن یکشنبه له ۶۰ ډېر پلټونکي په سیمه کې د څرخي الوتکې لټون کوي.
دغه وزارت ويلي چې دغه لټون په داسې حال کې ادامه لري چې په سیمه کې تند باد او تیز باران وریږي.
یاد وزارت ویلي چې د لادرکه شوې څرخي الوتکې د موقعیت د تشخیص په موخه له یو پوځي مرکزه د ژغورنې ۷ عاجل ټيمونه استول شوي دي.
کامچاتکا نیمه ټاپو د روسيې پلازمينې مسکو شرق ته په شاوخوا ۷۱۰۰ کيلومترۍ کې پرته ده.
روسي چارواکو پر تليګرام ويلی د اوونۍ په پای کې په دغه سیمه کې سخت ورښت او شدید توپان پيل شوی چې تمه ده شدت به ېې د یکشنبې ورځې په پای کې راکم شي.
د روسيې دولتی خبري آژانس آر آی اې، د کامچاتکا د بېړنیو حالاتو سره د مبارزې د مشر، سرګي ليبدیف له قوله ويلي چې «لټون تر اوسه پورې کومه نتيجه نه لري.»
دغه روسي چارواکي زیاته کړه: «لارې نهایت خرابې دي، یوازې په پښو تلل امکان لري.»
هغه وويل چې د لټون سیمه غرنۍ او په ځنګلونو پوښل شوې ده چې د تجهیزاتو استفاده په کې ناممکنه ده.
(Reuters)mks/aa/