د روسيې د تېلو نلليکې پر ودانۍ دوو ډرونونو بريد کړی
۱۴۰۲ خرداد ۶, شنبهوېدرنيکوف اوکراين ته د پړې ګوته ونه نيوله، خو مسکو پخوا هم په کيف باندې د ورته پېښو تور لګولی، چې ځينو دغسې بريدونو يې عامو وګړو او جايدادونو ته د اوکراين له پولې څخه په سلونو کيلومتره لېرې زيان اړولی دی.
اوکراين لس چنده زياته نظامي مرسته غواړي
اوکراين په رسمي توګه نه دي منلي چې په روسيه کې يې ګوندې بريدونه ترسره کړي، خو چارواکو په کيف کې په وار وار د روسيې پر خاورې د ډرونونو د برياليو بريدونو هرکلی کړی دی.
چین او روسیه خپلې سوداګریزې اړیکې پراخوي
د تازه بريد په اړه هم اوکراين کومه څرګندونه نه ده کړې. وېدرنيکوف وويل چې »ودانۍ د دوو بې پيلوټه الوتکو د بريد په پايله کې زيانمنه شوه.« هغه دا هم وويل چې تلفات نه دي اوښتي او يوه عملياتي ډله په صحنه کې ده څو د بريد په اړه وروستۍ پايلې وړاندې کړي.
بريد د ليتوينوفو کلي ته څېرمه شوی چې له بلاروس سره د روسيې له ګډې پولې څخه څه کم لس کيلومتره لېرې پروت دی.
رويټرز/ن.ص./ش.ن.