د راک ملکه مړه شوه؛ د تینا ترنر د ژوند لوړې ژورې
د پاپ موسیقۍ مشهوره سندرغاړې تینا ترنر، چې ژوند یې له سختیو او کړاونو ډک غږ یې بيا سخت ځواکمن و. دغه ستورې چې د راک د ملکې په نوم مشهوره وه په ۸۳ کلنۍ کې مړه شوه.
د استثنایي غږ خاموشي
د راک ملکه تینا ترنر چې لسیزې لوی سالونونه او ستدیومونه د دې د کنسترت له پاره له خلکو ډک ول، په ۸۳ کلنۍ کې مړه شوه. ترنر په وروستیو کلنو کې له بیلابیلو ناروغیو کړېده. تینا ترنر، چې ژوند یې له سختیو او کړاونو ډک و خو غږ یې له سختیو سره په پر تله همدومره استثنایي او ځواکمن و. د فعالیت پر مهال یې شاوخوا ۱۸۰ میلیونه آثار وپلورل شول.
له لوړو ژورو ډک ژوند
تینا ترنر چې د امریکا د تنسي ایالت په ناتبوش ښار کې زیږیدلې د خپل څو لسیزو فعالیتونو په لړ کې یې ډیرې لوړې ژورې تجربه کړي. هغه په ۱۹۹۳م کال کې د تانسي ایالت د یوه کلي په یوه مذهبي کورنۍ کې وزیږیده. یواځنی څه چې هغه مهال یې فکر هم پرې نشو کولی د دې نړیوال شهرت و.
په مذهبي کورنۍ کې زیږیدل
د تینا ترنر پلار د یویې کارخانې کارګر وو. کورنۍ یې د سویلي امریکا د تورپوستانو د موسیقۍ په سیمه کې ژوند کاوه. ترنر سره له دې د سيبن پوستانو راک موسیقۍ ته مخه کړه او سندرو یې د سپین پوستانو او تور پوستانو تر منځ پوله ماته کړه.
له آیکه سره آشنایي
تینا ترنر لا ۲۰ کلنه نه وه چې د موسیقۍ یوه مدیر یې هنر کشف کړ. پر همدې بنسټ هغې خپله همکاري د آیکه په نوم یوه موسیقۍ غږوونکي سره پیل کړه. دوئ دواړو ډېرو ښارونو ته سفرونه وکړل چې د وخت په تیریدو یې نوم د ټولو په خوله شو. نه یواځې په موسیقۍ کې په شخصي ژوند کې یې هم سره واده وکړ. سره له دې چې د موسیقۍ بریالي ژوند تر شا یې د شخصي ژوند تیارې شیبې پټې وې.
لومړنۍ تر ټولو ډیره پلورل شوې سندره
په ۱۹۶۰م کال کې ترنر خپله لومړنۍ تر ټولو ډیره پلور شوې سندره ثبت کړه. دغه سندره د A fool in love په نوم د امریکا په هغو ۲۷ سندرو کې راغله چې ډېري پلورل شوې وې. دا یې د مجبوبیت لوړمنی ګام و.
د ژوند ترخې
آیکه یو معتاد او خیانت کوونکی سړی و. خپله ښځه به یې وهله نشوو یې نه یواځې مسلکي ژوند بلکې شخصي ژوند هم خراب کړ. وروسته له یوې شخړې ترنر نیمه شپه له کوره وتښتېده. پیسې یې نه درلودې او پوروړې هم وه. په لومړیو کې يې له دوستانو سره ژوند کاوه او وروسته یې د ټولنیزو مرستو او په کوچنیو کافي دوکانونو کې په سندرو ویلو خپل لګښتونه پوره کول.
د تمې خلاف بریالیتوب
هغې ته د ۱۹۸۳م کال په ډسمبر میاشت کې ژوند خپله ښه څیره وروښودله. د تمې خلاف یوه غزله یې "راځه چې سره پاتې شو" د کال په تر ټولو ډېره پلورل شوې سندري بدله شوه. یو کال وروسته یې افسانوي آلبوم د Private Dancer په نوم خپور شو چې تر ۱۱ میلیونه ډیرې کاپۍ یې وپلورل شوې. دا د تینا له پاره چې هغه مهال ۴۵ کلنه وه، ځواکمن بیا راتګ و.
د خلکو په خدمت کې
نه یواځې ځانګړی غږ یې بلکې ظاهري څېره، سینګار او ویښتانو یې هم هغه یوه ستورې کړه: «زه په خپلو کنسرتونو کې هغه څه وایم چې د خلکو خوښ دي. هغوئ زما د ویښتانو سټایل، پښې او سرې شونډې خوښوي. ټول هغه څه چې ما پرې شهرت پیدا کړ.» (انځور: په ۱۹۹۵م کال کې د Live Aid نه هیریدونکی کنسرت کې تینا ترنر او میک جاګر ګډ انځور).
له نورو ستورو سره همکاري
تینا ترنر د خپلو فعالیتونو په اوږدو کې جوړيي سندرې هم ډیرې ویلي او د راک او پاب له ډیرو ستورو سره یې همکاري درلوده. هغې په ۲۰۰۸م کال کې د ګرمي په نوم جایزو په مشهور محفل کې له بیانسه سره یو ځای سندره وویله.
ریکارډ ماتونه
په ۱۹۸۹م کال کې د ترنر نوم د ریکاډونو په ګینس کتاب کې ځکه ثبت شو چې د برازیل په ریو د ژينيرو کې یې یوه کنسرت ته ۱۸۶زره خلک راغلي و چې دا تر ټولو ډیر لوی شمیر ګڼل کیږي.
ځوانو نجونو ته لارښونه
تینا ترنر یو ځل په یوه مرکه کې خپلو ځوانو پلویانو ته لارښوونه کړې وه: «د خبرو مخاطبانې مې نجونې دي، که غواړئ چې ښکلې ښکاره شئ دا کار د ځان له پاره وکړئ نه د مېړه یا ژوند د ملګري له پاره مو باید په هنداره کې وګورئ او ځانته ښایسته اوسئ دا باید د ځان له پاره وغواړئ.»
وروستۍ لسیزې
تینا ترنر په ۲۰۱۳م کال کې له خپل پخواني شریک سره واده وکړ. د دواړو ګډ ژوند په اتیایمې لسیزه کې پیل شوی و دواړو لومړی په کولن بیا په سویس کې ژوند کاوه. د راک دغې ملکې نه یوازې دا چې ډیر کلونه یې په سویس کې تیر کړل، بلکې د دغه هیواد تابعيت یې هم اخیستی و او په ۸۳ کلنۍ کې يې په دغه هیواد کې له نړۍ سره خدای په آماني وکړه.