د راستانه شويو کډوالو له پاره د ۲۷ میلیونه ډالرو غوښتنه شوې
۱۴۰۲ آذر ۲, پنجشنبهد ملګرو ملتونو دې ادارې د پنجشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلې دي چې له پاکستانه راشړل شوې افغانان د ناهیلۍ او لوږې سره مخ دي او هر څه عاجل باید ورسره مرستي ترسره شي.
د ملګرو ملتونو په شمول د بشري حقونو ډېرو سازمانونو له پاکستان څخه غوښتي څو له دغه هیواده د افغانانو ایستل ودروي، خو پاکستان بیا نه یوازي دا چې د یادو سازمانونو غوښتني نه دي منلي، بلکي وایې چې ټول هغه کډوال له خپل هیواده باسي چې د اوسیدو اسناد نه لري. په دې کي ۱،۷ میلیونه افغانان شامل دي.
د ملګرو ملتونو ادارې زیاته کړې ده چې د نومبر مياشتي له لومړی نیټې څخه تر اوسه پوري څه د پاسه ۳۷۰ زره افغانان له پاکستانه ایستل شوې او یا افغانستان ته د ستنیدو له پاره مجبوره شوي دي.
د خوړو نړیوال سازمان وایې چې په افغانستان کې د ژمې د رارسیدو سره سم د بودیجې له کمښت سره مخ دي او د اړمنو کسانو سره د مرستي امکانات مخ پر کمیدو روان دي.
په افغانستان کې د خوړو نړیوال سازمان مسئول هسیاو وای لي، وایې «له پاکستانه د راستانه شوي افغانانو د ملاتړ او په ژمې کې له دوی سره د مرستي له پاره موږ ۲۷،۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا لرو .»
لي، همداراز زیاته کړې ده چې یوازي څو اونۍ ژمې ته پاتې دي، دا په داسي حال کې ده چې افغانستان لا د ورستیو ویجاړونکو زلزلو او په دغه هیواد کې د خراب اقتصادي وضعیت له کړکیچ څخه نه دی راوتلی.
د خوړو نړیوال سازمان دا مهال په افغانستان کې مرستو رسولو له پاره د بودیجې د کمښت سره مخ دی او سږ کال له همدې امله اړ شول چې څه د پاسه لس میلیونه اړمن کسان د خپلو مرستو له نوملړ څخه لري کړي. دغه سازمان وایې اوس یوازي کولی شې په افغانستان کې د اړمنو کسانو له پنځمي برخي سره مرسته وکړي.
مخکې له دې هم د روغتیا نړیوال سازمان د نړیوالي ټولني څخه د لس میلیونه یورو مرستي غوښتنه کړې وه، څو له پاکستانه د راستانه شوي افغانانو له پاره روغتیایې مرستي چمتو کړي.