د «دي دې» د یادون په مراسمو کې د نړیوالو مشرانو ګډون
۱۳۹۸ خرداد ۱۶, پنجشنبهد «D-Day» یا «پوځي عملیاتو د پیل ورځ» د یادون په مراسمو کي چي د چهارشنبې په ورځ د بریتانیا په پورتسموت کي پیل سول، د ملکې الیزابت ترڅنگ د امریکا متحده ایالاتو جمهور رييس دونالد ترمپ، او آلمان صدراعظمې انګلا ميرکل، هم برخه اخیستې وه.
د یوه جشن له لاري د شپاړسو هیوادونو دولتي او حکومتي مشرانو د فرانسې نورماندي ته د هغو ۱۷۰۰۰۰ پخوانیو عسکرو د ورتگ او ورننوتو د احترام مراسم پرځای کړل، چي ۷۵ کاله مخکې د بریتانیا له پورتسموت څخه دې سیمې ته ورغلي ول.
د یادون په دغو مراسمو کي چي هر کال جوړیږي، د آلمان پخواني صدراعظم ګرهارد شرویدر، د لومړي ځل له پاره ۱۵ کاله مخکې ګډون وکړ. لس کاله وروسته بیا صدراعظمې انګلا میرکل په هغه کي برخه واخیسته او اوس یې د دې پیښې په ۷۵ مې کلیزې کې یو ځل بیا ګډون وکړ.
د دویمي نړیوالې جګړې پر مهال، ۷۵ کاله مخکې د متحدو ځواکونو ۱۷۰۰۰۰ عسکرو د بریتانیا د پورتسموث څخه حرکت وکړ او د سختو تلفاتو په ورکولو سره د جون پر شپږمه د فرانسې نورماندي ته ورسیدل او هغه یې د نازي آلمان له ځواکونو ونیوله. دغه سیمه د نازي المان پوخ سنگر وو. دغه ورځ په حقیقت کي د نازي رژیم د ختم پیل هم وه.