1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د دوو افغان مېرمنو د ژوند داستان چې پاکستان کې کډوالي دي

۱۴۰۲ شهریور ۹, پنجشنبه

د ۲۰۲۱م کال د اګست ۱۵مې د افغان کډوالۍ یو نوی باب پرانیست، چې په نتیجه کې یې زرګونه کورنۍ ګاوندیو هېوادونو ته کډوالې شوې او له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ دي. پاکستان له وړاندې نه هم د ګڼ شمیر افغان کډوالو کوربه دی.

https://p.dw.com/p/4Vo5b
Pakistan | Migrantin aus Afghanistan
انځور: Z.S.

په افغانستان کې د جمهویت له نسکورېدو وروسته پاکستان ته د دویم ځل له پاره د کډوالو لیکې داسې وخت کې ور ماتې شوې، چې هلته له پخوا هم افغان کډوال ښه ژوند نه لري او وخت ناوخت یې د پاکستاني امنیتي ځواکونو له لوري د نیول کیدو او ځورونې راپورونه خپریږي.

دویچه ویله د په خزانه کمپ او پېښور ښار کې، د دوو افغانو ښځو د ۲۰ کلنې کډوالۍ کیسې داسې مهال رپوټ کوي، چې لا هم د ستونزمن ژوند له لمره سیوري ته نه دي برابري شوي.

د پېښور په یوه آرامه کوڅه کې د یوه خټین دېوال تر خوا د یوې پنجرې او څو وړو سیمې آلماریو مخته ناسته راحله فرمولي، چې آن ویښته يې د کډوالۍ ژوند تور نه دي پرېښې، له ستونزو او کړاونو سره یوځای لا هم ژوند ته هیله منه ده.

«که طالبان هنري کارونو ته اجازه ورکړي هیواد ته ستنیږم»

راحله فرمولي د کابل اوسېدوونکې ده، چې په وینا يې نږدې ۲۰ کاله وړاندې يې کابل هغه وخت ترک کړ، چې خاوند يې طالبانو له ځان سره بیولی و.

فرمولي وايي د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ کې راجستر ده او څو ځله يې د مرستې غوښتنه کړې خو هیڅ په لاس نه دي ورغلي. میرمن فرمولي دویچه ویله ته وویل: «یو کیس مو دی ۲۰ کاله يې وشول، ډېر ورغلو بالاخره ستړي شو او پرې مو ښوده. خاوند مې طالبانو وړی په هماغه وخت کې حیران پاتې وم چې څه وکړم. بیا ورغلم ورته مې وویلې چې خاوند مې طالبانو وړی دی موږ بې سرپنا یو او اولادونه مې هم واړه واړه دي.»

نوموړې وايي، په لومړیو کې يې د کډوالو په ښوونځیو کې کار کاوه، خو کله چې کډوال په زیاته کچه بېرته افغانستان او خپلو مېنو ته ستانه شول، نو ښوونځي بند او راحله فرمولي بې روزګاره شوه.

دویچه ویله د په خزانه کمپ او پېښور ښار کې، د دوو افغانو ښځو د ۲۰ کلنې کډوالۍ کیسې داسې مهال رپوټ کوي، چې لا هم د ستونزمن ژوند له لمره سیوري ته نه دي برابري شوي.
دویچه ویله د په خزانه کمپ او پېښور ښار کې، د دوو افغانو ښځو د ۲۰ کلنې کډوالۍ کیسې داسې مهال رپوټ کوي، چې لا هم د ستونزمن ژوند له لمره سیوري ته نه دي برابري شوي.انځور: Z.S.

راحله وايي، د دې له پاره چې خپل واړه اولادونه يې وږي نه شي نو په دې کوڅه کې يې د ماشومانو له پاره کوچنۍ هټۍ جوړه کړه، چې بیا یو شمېر خلکو ورسره د دوکان په پراخېدو کې مرسته وکړه.

فرمولي وویل: «کله چې مهاجر کابل ته لاړ مکتبونه بند شول، زه حیرانه پاتې شوم چې څه وکړم ځکه کار بار خو نه و، بیا مې یو دوکانګی جوړ کړ. یو مېز مې کېښود، د دې مېز کومک هم همدې کلیوالو پاکستانیو زما سره وکړ، نو اوس مې دا دوکانګی شکر لږ غټ شوی دی.»

د هغې په خبره، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یا UNHCR ته په ډېرو تللو ستړې شوه، خو چا يې مرسته ونه کړه او لا هم په پاکستان کې مجبوره ده په زاړه ځان کار وکړي او ژوند تېر کړي. خو د ځینو له پاره خورا ستونزمنه دا شي چې د کورنۍ هیڅ غړی يې ور پاتې نه وي لکه په پاکستان کې یوه بله افغان کډواله سپین سري جهان تاب چې له کلونو راهیسې په پاکستان کې د کډوالۍ شپې او ورځې سبا کوي.

راحله وايي، د دې له پاره چې خپل واړه اولادونه يې وږي نه شي نو په دې کوڅه کې يې د ماشومانو له پاره کوچنۍ هټۍ جوړه کړه، چې بیا یو شمېر خلکو ورسره د دوکان په پراخېدو کې مرسته وکړه.
راحله وايي، د دې له پاره چې خپل واړه اولادونه يې وږي نه شي نو په دې کوڅه کې يې د ماشومانو له پاره کوچنۍ هټۍ جوړه کړه، چې بیا یو شمېر خلکو ورسره د دوکان په پراخېدو کې مرسته وکړه.انځور: Z.S.

جهان تاب له تېرو شاو خوا دوه لسیزو راهیسې په پاکستان کې کډواله ده او د پېښور په خزانه کمپ کې د یوازې والي له امله له خور سره مېشته ده.

هغې چې لا يې هم په بره پښتونخوا کې کارېدوونکي شنه څادري له سره نه ده کوزه کړې، وايي چې خاوند او شپږ اولادونه يې مړه شوي او پاتې څلور لوڼې يې هم ترې واده شوي دي.

جهان تاب د کډوالۍ ژوند او سختیو په هکله دویچه ویله ته وویل: «خاوند مې لیونی و ماغزو يې کار نه کاوه. په ډېرو ډاکټرانو مې وګرځوو خو جوړ نه شو او اخر وفات شو. لور مې واده شوه او زه یوازې ځانته پاتې شوم. یو ورور کره مې لاړم هلته مې ژوند نه کېده بیا راغلم دې خور سره اوسېږم.»

سخت ژوند او د مهاجرت نامعلوم برخلیک

جهان تاب دا خبرې له سلګیو سره ملې کولې، چې د خور په کور کې يې یوه خونه کې ځانته د بنګړیو او ماشومانو له پاره د لوبو هټۍ جوړه کړې ده او له دې لارې د خپل ژوند خرڅ پوره کوي.

هغه وايي، په پاکستان کې د کډوالۍ هیڅ اسناد نه لري او د پښو او ملا له دردونو رنځېږي، خو مجبوره ده تر څو دوکان فعاله وساتي او څو روپۍ وګټي، ځکه په خبره یې د پاکستان په اوسنیو لوړو نرخونو کې ژوند هم څه اسانه نه دی.

نوموړې وايي، د کډوالۍ ژوند او بي کسي يې خورا سخته ځوروي او له مشکلاتو سره مخ ده، خو بله چاره يې نشته او باید ويې زغمي.

هغې دویچه ویله ته وویل: «اول مې لږ لږ پاپړ ماپړ واچول ما وې لږ لږ به کېږي او زه سودا پرې ډېرومه نور امدن خو زما نشته دی. چې زما یو شي ته زړه وشي زه هغه ځانته نه را وړمه، زما نه یادېږي چې ما کله غوښه راوړې او پخه کړې مې ده.»

جهان تاب له تېرو شاو خوا دوه لسیزو راهیسې په پاکستان کې کډواله ده او د پېښور په خزانه کمپ کې د یوازې والي له امله له خور سره مېشته ده.
جهان تاب له تېرو شاو خوا دوه لسیزو راهیسې په پاکستان کې کډواله ده او د پېښور په خزانه کمپ کې د یوازې والي له امله له خور سره مېشته ده.انځور: Z.S.

جهان تاب وايي، خور يې هم غریبه ده نو د دې له پاره چې له سوال کولو خلاصه وي هټۍ يې جوړه کړې او خپله خواري کوي. دا په پاکستان کې یوازینۍ کډوالې ښځې نه دي، چې د ژوند داستانونه يې له تراژېدیو ډک دي، بلکې په زرګونو نورې کورنۍ شته، چې حال يې د رسنیو له کمرو پنا پاتي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې وياند قيصر خان افريدی وايي چې په دغه هېواد کې دا مهال ۳،۳ میليون افغان کډوال موجود دي چې دوی يې په څلورو برخو ویشي، لومړی هغه يې ۱،۳ میلیون کډوال چې د دوی ۶۵ سلنه ځوانان دي، عمرونه يې تر ۲۵ کلونو کم دي، له يو اېن اېچ سي آر سره ثبت دي او دوی ته يې د ثبت سند یا (POR) په نوم کارتونه له ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۰۷م کال پورې ويشلي دي چې د نورو خدمتونو تر څنګ، له مهالویش سره سم دوی سره نغدي مرستې کيږي.

د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۱م کال د راپور له مخې له ۲۰۰۲م کال څخه نیولې تر ۲۰۲۱ میلادي کال پورې له پاکستانه ۴،۴ میلیون افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۱م کال د راپور له مخې له ۲۰۰۲م کال څخه نیولې تر ۲۰۲۱ میلادي کال پورې له پاکستانه ۴،۴ میلیون افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.انځور: Z.S.

افريدی وايي د پاکستان حکومت او يو اين ایچ سي آر په پاکستان کې د افغان کډوالو د ثبت په لومړي پړاو کې دوه میلیونه کډوال په ټول پاکستان کې راجستر کړل چې بیا د وخت په تیریدو ځینې کډوال بیرته افغانستان ته ستانه شوي او په دغه شمير کې وخت پر وخت بدلون راغلی چې د دې تر څنګ ورکړل شوي کارتونه هم وخت په وخت تمديد یا نوي کيدل.

د هغه په وينا چې ۵۰۰ زره افغانانو لا د کډوالۍ له هر ډول اسنادو پرته په پاکستان کې ژوند کاوه چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱م کال تر سیاسي بدلون وروسته ۶۰۰ زره نور هم را کډوال شوي، ځيني يې چې په ویزو راغلي، له یو اين ایچ سي آر سره په لومړي پړاو کې ځانونه ثبت کړي او پاتې نور هغه يې چې په نا قانونه ډول پاکستان ته دننه شوي، له دوی سره نه دي ثبت شوي.

هغه وايي په افغانستان کې د جمهوري حکومت تر سقوط وروسته ډېر افغانان پاکستان ته راغلي چې کره شمير يې لا هم نه دی معلوم. دی وايي دوه ډوله خلک په دغې موده کې  ورغلي دي، چې يو ډول يې په ويزو او دویم هغه يې په ناقانونه ډول په پاکستان کې میشت شوي چې تر اوسه يې هيڅ برخلیک نه دی معلوم.

د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۱م کال د راپور له مخې له ۲۰۰۲مکال څخه نیولې تر ۲۰۲۱ میلادي کال پورې له پاکستانه ۴،۴ میلیون افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

DW Academy - Disclaimer - PAS
انځور: DW Akademie