د دونالد ترمپ غوره کاريکاتورونه
د نړۍ په ټولو برخو کي کاريکاتور جوړونکو د دونالد ترمپ د ټاکل کېدو په اړه غبرګونونه وښودل. ښايي زيات خلک له ترمپ څخه بيره لري، خو د طنزي رسم جوړونکو له پاره ترمپ يو محبوب کارتوني کردار دی.
د مذهبي خنډونو ليري کول
ګاډو د افريقا د مشهور ترينو کاريکاتور رسم کوونکو څخه يو دی. دغه کارتون رسم کوونکي په متحده ايالاتو کي د ولسمشريزو ټاکنو پر وخت دغه او يو شمېر نور کاريکاتورونه د دويچه ويله له پاره رسم کړل. په دغه کاريکاتور کي د مسلمانانو په تړاو د کامپاين پر وخت د ترمپ توندو خبرو ته اشاره سوې ده. په دغه طنزي رسم کي دونالد ترمپ په خوله کي دا خبره ورکول سوې: «وعده کوم چي د مسيحيت ميراث به وساتم.»
ترمپ ته د مکسيکو جواب
کله چي دونالد ترمپ د ټاکنيز کامپاين پر وخت وويل چي که ولسمشر سي نو د مکسيکو او متحدو ايالاتو تر منځ به جګ ديوال جوړ کړي، نو د آرتور کېمچس په نوم مکسيکني رسام د ترمپ د کاريکاتورونو نندارتون جوړ کړ. دغه نندارتون د مکسيکو ښار د کاريکاتورونو په موزيم کي جوړ سوی وو. نوموړی رسام وايي چي دونالد ترمپ د کاريکاتور جوړونکو له پاره يو غوره شخصيت دی.
د سينيور ترمپ د کاريکاتورونو ديوال
په مکسيکو کي د ترمپ د کاريکاتورونو نندارتون «ترمپ: د کاريکاتورونو ديوال» تر عنوان لاندي د ۲۰۱۶م کال په اکتوبر مياشت کي لا پېل سوی ؤ. په دغه نندارتون کي د دونالد ترمپ داسي کاريکاتورونه نندارې ته وړاندي کړل سوي دي چي ورڅخه څرګنديږي چي د مکسيکو خلک د ولسمشر ترمپ په هکله څه فکر کوي. په دغو کاريکاتورونو کي د نازيانو سمبول هم رسم سوی دی.
موډ جوړونکی کارل لاګرفېلډ هم ترمپ رسم کړی
آلماني موډ او ډيزاين جوړؤنکی کارل لاګرفېلډ د ترمپ په هکله وايي:«هغه په سياست کي هم مېرمنو ته په هغه نظر ګوري لکه د آسانو تجار چي و آسپو ته ګوري.» په دغه کاريکاتور کي د «آلمان له پاره د بديل ګوند» مشره فراوکه پېتري رسم کړل سوې چي ترمپ يې «ګوري». فراوکه پېټري په ترمپ کي د خپل ښې اړخي سياسي دريځ ملګری ويني.
ايرفورس ون
د متحده ايالاتو د راتلونکي ولسمشر دونالد ترمپ ورېښتان د زياتو کارتون رسم کوونکو د طنزي رسمونو موضوع ګرځېدلې ده. د بېلګي په توګه په انټرنټ کي داسي خوشکلامۍ روانې دي چي ګواکي د ترمپ ورېښتان په اصل کي د يو ډول وښو څخه جوړ سوي چي په «ناروې» هيواد کي شنه کيږي. د «هېرفورس ون» په عنوان د مارک نايټ کاريکاتوريست دغه رسم هم ډېر مشهور سوی دی. دلته د امريکا د ولسمشر و الوتکي «ايرفورس ون» ته اشاره سوې.
د تېښتي فکرونه: افريقايان له متحدو ايالاتو وځي
په دغه طنزي رسم د يو افريقايي معلومېدونکي کس په خوله کي دا ور اچول سوي: «د هغه کرکې له کبله چي دونالد ترمپ د تورپوستو په وړاندي ښکاره کړې، موږ د هغه له هيواده وځو. چي زړه يې غواړي په دغه هيواد دي يې وکړي.» د عبدالکريم بابا په نوم د نايجيريا کاريکاتوريست په خپل دغه رسم کي د دونالد ترمپ په هکله خپل نظر څرګند کړی دی.
د تېښتي فکرونه: د آزادۍ آغلې غواړي کاناډا ته وتښتي
د وای ګريک په نوم کاناډايي کارتون جوړونکي د امریکا د آزادۍ د سمبول «د آزادۍ آغلې» دغه کاريکاتور رسم کړی دی. په دغه کارتون کي د «آزادۍ آغلې» غواړي چي و ګاونډي هيواد کاناډا ته پناه يوسي.
داسي څه کېدلای سي...
د بلجيم هيواد ته د کاريکاتورونو مورنی هيواد ويل کيږي. د لېچر په نوم د بلجيم هيواد کاريکاتوريست پر خپل تويتر پاڼه دغه او ګن شمېر ورته نور رسمونه خپاره کړي دي. په ۲۰۰۸م کال د تورپوسته باراک اوباما تر ولسمشر کېدو وروسته يو شخص په خوښۍ وايي: «هر څوک ولسمشر کيدلای سي...» خو په ۲۰۱۶م کال د ترمپ تر انتخاب وروسته همدغه جمله په غم تکراروي.
د بيري ډکه ګرافيټي رسامي
د هسپانيا په بارسېلونا ښار کي پر يو ديوال د دونالد ترمپ دغه انځور د ۲۰۱۶م کال له دوبي راهيسي رسم سوی دی. په دغه انځور کي ترمپ يو خواګرځن او چټل څوک انځور سوی. ځينو هسپانويان د متحدو ايالاتو د ولسمشر په توګه د دونالد ترمپ ټاکل کېدو حيران کړي ول.
د مردارۍ يو ډېران
د هانسکي په نوم کاريکاتوريست د نيويارک پر يو ديوال د دونالد ترمپ دغه «انځور» جوړ کړی دی. په دغه انځور کي ترمپ د يو سپي د مردارۍ په توګه رانځور سوی چي ورباندي مچان ګرځي راګرځي. دغه طنزي رسم حتی تر هغه د مخه لا جوړ سوی وو چي د جمهوري غوښتونکو ګوند، ترمپ خپل د نوماند په توګه وټاکه.