یو افغان چې د خپلې ښځې په وژنې تورن دی برلین کې نیول شوی
۱۴۰۳ مرداد ۱۳, شنبهد اتریش پولیسو د جمعې (د اګست میاشتې ۲ نیټه) په ورځ اعلان وکړ چې د المان د امنیتي ځواکونو له خوا د دغه هیواد په پلازمېنه برلین کې یو شکمن کس نیول شوی دی.
د دې سړي د ښځې جسد یا مړی د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د دوی په ګډ اپارتمان کې موندل شوی دی. مخکې له دې د وژل شوي ښځې یو له خپلوانو څخه له پولیسو سره تماس نیولی وو او د دغه میړه او ښځې ترمنځ د مشاجرې خبر یې ورکړی وو.
وروسته له دې چې د دغې ښځې مړی وموندل شو، د اتریش پولیسو یې په نړیواله کچه لټون پیل کړ. پولیسو د المان خبري آژانس ته ویلي چې احتمالاً شکمن کس غوښتل له برلین څخه یو بل ځای ته وتښتي. خو د هویتي پلټنو پر مهال د برلین- براندنبورګ په هوایي ډګر کې ونیول شو.
د ویانا څارنوالۍ له المان څخه غوښتنه کړې ده چې دغه کس دې اتریش ته وسپاري. د عدلي طب له معایناتو څخه معلومه شوې ده چې دغه میرمنه د سینې او اورمیږ په برخه کې په یوه تیره شي وهل شوې ده.
د پولیسو په وینا تر اوسه پورې د قتل ابزار نه دي موندل شوي. تحقیق کوونکي په دې باور دي چې د قتل اله یو چاقو یا د تیره څوکې درلودونکې کومه بله وسیله ده.
تر اوسه پورې د قتل انګیزه نه ده معلومه او تورن کس هم له پولیسو سره کومه جُرمي سابقه نه ده درلودلې.
آژآنسونه: ش.ن/ ا.و.ا